د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: پارلماني ټاکنې به په ۱۳۹۵ کې وشي


کارپوهان د افغانستان روان امنیتي وضیعت د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو په وړاندې ستر خنډ گني.

کارپوهان د افغانستان روان امنیتي وضیعت د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو په وړاندې ستر خنډ گني.

د افغانستان د جمهورري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش وایي چې د جمهور رئیس له خوا د تقنیني فرمانونو د لاسلیک وروسته به ژر د غوراوي کمیټه کار پیل کړي او د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته به لاره هواره شي.

که څه هم چې د افغانستان ټاکنیز کمیسیونونه په پرله پسې توګه په خپله خپلواکۍ باندې ټینګار کوي او د ټاکلې قانوني نیټې وړاندې د کمشنرانو له کاره ګوښه کول د ټاکنو د قوانیو خلاف بولي، او هم د ټاکنو د نیتې اعلان او ټاکنې ترسره کول ددغه کمیسیونونو دنده بولي، خو د افغانستان د ملي یووالي حکومت په دغو کمیسیونو کې د اصلاحاتو راوستل اړین ګڼي او وایي چې ډیر ژر به د دغو کمیسیونونو د کمشنرانو د ټاکلو لپاره د غوراوي کمیټه بیا کار پیل کړي.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو په وخت د جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د حکومت د جوړیدلو پر سر د موافقې په وخت ټاکنیز اصلاحات ددغې موافقې یوه مهمه برخه وه.

د افغانستان د جمهورري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش نن د جمعې په ورځ د حزب وحدت اسلامي د ګوند د پخواني مشر استاد عبدالعلي مزاري د یوویشتم تلین په مناسبت په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ټاکنیزو اصلاحاتو وروسته به په ۱۳۹۵ کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره ټاکنې ترسره شي.

ښاغلي دانش وویل "ډیر ژر به د ټاکنو د نویو کمشنرانو د غوراوي کمیټه خپل کار پیل کړي او ورپسې به په نږدې راتلوونکي کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون جوړ شي، چې له مخې به یې بل لمریز کال ته د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره ټاکنې ترسره شي."

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال بل کال ته د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدلو لپاره دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې چې د افغانستان ملي شورا د جمهوررئیس هغه تقنیني فرمان رد کړی چې له مخې یې څو میاشتې وړاندې د ټاکنیزو اصلاحاتو بهیر پیل شو او د نویو کمشنرانو د ټاکلو لپاره د غوراوي کمیټې کار پیل کړې وو.

د افغانستان د ملي شورا له خوا د جمهور رئیس ددغه تقنیني فرمان د رد وروسته تیره اونۍ جمهور رئیس یو بل تقنیني فرمان لاسلیک کړ چې لا تر اوسه ولسي جرګې ته ندی رسیدلی.

د بلې خوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راروان هجري شمسي کال د میزان ۲۴ ورځ د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړې ده، خو د ملي یووالي حکومت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ددغه اعلان سره مخالفت ښودلې دی.

د ملي یووالي د حکومت د مشرانو د موافقې له مخې په کار دي چې د ۱۳۹۵ د میزان تر میاشتې لویه جرګه راوغوښتل شي.

خو د افغانستان د ټاکنو د څار ادارې د ټاکنیزو اصلاحاتو روان وضعیت ته په کتنې دا کار ناشونی ګڼي.

د افغانستان د ټاکنو د څار د ادارې مشر جانداد سپین غر هم دا ګڼي چې کیدای شي ټاکنې د میزان تر میاشتې ترسره نه شي.

ښاغلي سپین غر امریکا غږ ته وویل چې دا کار د تخنیکي پلوه ستونزمن کار ښکاري.

ښاغلي سپین غر وویل "زما له نظره د تخنیکي پلوه ډیر مشکل ښکاري، لومړی د غوراوي د کمیتې کار د یوې میاشتې څخه تر دوو میاشتو پورې وخت ته اړتیا لري، او بیا د دوو اونیو څخه تر شلو ورځو پورې نور وخت ته اړتیا ده چې جمهوررئیس او اجرائیه رئیسد سلا مشورو وروسته د غوراوي د کمیتې د لیست څخه کسان غوره کړي ".

جانداد سپین غر وایي چې د ټاکنو لپاره چمتوالی او د ټاکنو نورو مسلو ته که وکتل شي نو دا ګرانه ده چې په ۱۳۹۵ کال کې دي ټاکنې ترسره شي.

تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې د افغانستان ملي شورا به دا ځل د جمهور رئیس نوی تقنیني فرمان تائید کړي او که به یې بیا رد کړي.

XS
SM
MD
LG