د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ټاکنو د ترسره کولو لپاره پیسې نه لري


ښاغلی سپین غر وایي د انتخاباتي سیستم رغونه او ددې روند سم مدیریت د انتخاباتو لگښت حتی د وړاندیز شوd اندازې له نیمایي څخه هم راکموي.
ښاغلی سپین غر وایي د انتخاباتي سیستم رغونه او ددې روند سم مدیریت د انتخاباتو لگښت حتی د وړاندیز شوd اندازې له نیمایي څخه هم راکموي.

د افغانستان د ملي شورا د شپاړسمې دورې د کار پای ته له یوې اونۍ څخه کمه موده پاتې ده، خو د افغانستان د انتخاباتي نظام په اصلاحاتو کې ځنډ د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو د ځنډو سبب شوی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو لپاره اتیا میلیون ډالرو ته اړتیا لري او د هغه کمیسییون د مقاماتو په وینا په عین وخت کې د ولسوالیو د شوراگانو د انتخاباتو ترسره کول د انتخاباتو د ترسره کولو لگښت ١١٠ میلیونو ډالرو ته لوړوي.

د افغانستان د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور د امریکا غږ ته وویل چې تر اوسه د د حکومت له لورې کمیسیون ته هیڅ پیسې نه دي ورکړل شوي. هغه زیاته کړه چې مرسته کوونکي هیوادونه یواځې د ٢٠١۴ کال تر پایه د افغانستان د انتهاباتي لگښتونو ژمنه کړې وه.

ښاغلی نور وایي په وروستنیو خبرو کې چې د ولسمشر محمد اشرف غني سره وشوې، حکومت د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د بودجې وعده وکړه، خو د ښاغلي نور په اند داسې نه بریښي چې دا پیسې دې ژر د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ورکړل شي.

د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د بودجې نشتوالی د افغانستان د اوسنۍ ملي شورا د کار د دوام په اړه له انتقادونو سره هم مخامخ شوی دی. یو شمیر منتقدین د ملي شوررا د کار دوام چې قانون د سرطان لومړی نیټه ټاکلې ده غیر قانوني گڼي او د پارلماني انتخاباتو په ژر ترسره کولو ټینگار کوي.

د افغانستان د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې د شبکې یا اکسین رئیس جانداد سپین غر، د انتخاباتي سیستم پر اصلاح بادنې په ټینگار وایي په هر ډول چې وي باید پارلماني ټاکنې ترسره شي.

ښاغلی سپین غر وایي چې د انتخاباتي سیستم رغونه او ددې روند سم مدیریت کولای شي د انتخاباتو د ترسره کولو لگښت حتی د وړاندیز شوي اندازې له نیمایي څخه هم راکم کړي.

د ښاغلي سپین غر له نظره که د حکومت له موجوده منابعو څخه لکه د پوهنې وزارت کارکوونکو او وسله والو ځواکونو څخه د انتخاباتو په ترسره کولو او تدارکاتو کې کار واخیستل شي د لږو پیسو په لگښت سره کیدای شي ټول شموله ټاکنې ترسره شي.

په دې ترڅ کې د افغاسنتان د ولسي جرگې غړی رمضان بشردوست وايي که داسې وي چې د د ملي شورا د انتخاباتو د ترسره کولو حاصل د پارلمان د پنځه لسمې دورې په څیر د شپاړسم پارلمان رامنځ ته کول وي، نو څتا یوه افغانۍ هم بادی د انتخاباتو په کولو ونه لگول شي.

ښاغلی بشر دوست وایي چې حتا د خورا مهمو مسایلو په اړه چې د ولسي جرگې په ډیرو مهمو جلسو کې بادی رایگیري شوی وای نصاب به پوره نه و، او د هغې په وینا یو شمیر وکیلان د څلورو کلونو په ترڅ کې حتا یو ځل هم د ولسي جرگې په غونډو کې گډون نه درلود.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د مشرانو د نظر اختلاف او د انتخاباتي سیستم د اصلاح د کمیسیون په تشکیلولو کې ځنډ، د پارلماني ټاکنو د تسره کولو د ځنډ اصلي دلیل دی. خو کارپوهان ټینگار کوي چې له هر اقدام دمخه باید لومړی د افغانستان انتخاباتي نظام ورغول شي چې هم د پارلماني ټاکنو ترسره کولو ته زمینه برابره شي او هم په راتلونکې کې په ښه توگه د انتخاباتو د مالي پانگې مدیریت وشي.

XS
SM
MD
LG