د لاس رسي وړ اتصالات

غني: ژر به د سولې عالي شورا مشر وټاکل شي


ولسمشر غني وویل، چې د سولې د عالي شورا په مشرتابه کې به د پخوانیو مجاهدینو مشران هم پراخ حضور ولري.
ولسمشر غني وویل، چې د سولې د عالي شورا په مشرتابه کې به د پخوانیو مجاهدینو مشران هم پراخ حضور ولري.

ټاکل شوې وه، چې ولسمشر غني، د افغان سولې په تړاو له درېیمې څلور اړخیزې غونډې څخه مخکې، چې د روانې عیسوي میاشتې په شپږمه نېټه د امریکا، چین، افغانستان او پاکستان د استازو په ګډون په اسلام‌آباد کې جوړه شوې وه، د سولې عالي شورا لپاره مشر وټاکي خو اوسمهال له دغې نېټې لس ورځې اوښتي او د سولې عالي شورا مشر ټاکل شوی نه دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د دوشنبې په ورځ یې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د اوویشتمې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله وویل، د سولې عالي شورا د مشرتابه د ټاکلو پر سره د افغان حکومت سلامشورې پای ته رسیدلي او ژره به ددغې شورا غړي اعلان شي.

ولسمشر غني وویل، د سولې د عالي شورا په مشرتابه کې به د پخوانیو مجاهدینو مشران هم پراخ حضور ولري.

افغان ولسمشر وویل "په آخر کې غواړم چې د افغانستان د تاریخ په دې بختوره ورځ کې د سولې د عالي شورا د نوي مشرتابه په هکله اعلان وکړم،چې له نیکه مرغه په دې هکله مشورې د بشپړیدو په حال کې دي او په دغه مشرتابه کې به زمونږ د جهاد مشران ډير قوي حضور ولري، ډیر ژر به ددغو مشرانو نومونه اعلان شي".

ولسمشر غني وویل، چې په دغه شورا کې به ښځې هم غړیتوب ولري.

افغان ولسمشر زیاته کړه، لکه څنګه چې د جهاد پر مهال افغان مجاهدین د خپلواکۍ د جګړې اتلان وو، نن به د سولې د کاروان مشران او اتلان وي.

د سولې د عالي شورا د مشرۍ لپاره د یو شمیر نورو مخورو سیاسي څیرو په ګډون محمد یونس قانوني، پیر سید احمد ګیلاني او قاضي محمد امین وقاد نومول شوي دي.

دا مهال د سولې عالي شورا د مشرتابه د نه شتون له امله د تعلیق په حالت کې ده او له همدې امله له دغې شورا سره د مرستندیو ادارو مالي مرستې هم بندې شوې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د پراختیايي چارو اداره یا یو ایس اې آی ډي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما او د انګلستان هیواد له دې شورا سره مالي مرستې کولې.

د سولې عالي شورا له هغې وروسته د مشرتابه له تشې سره مخ شوه، چې څه باندې یو کال مخکې د دغه شورا پخواني مشر صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزارت لپاره د افغانستان د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه.

XS
SM
MD
LG