د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې عالي شورا د اسلامي حزب خبرو ته خوشبینه ده


د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب درې کسیزه پلاوی تیره اونۍ په کابل کې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړې.
د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب درې کسیزه پلاوی تیره اونۍ په کابل کې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړې.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، د افغان حکومت او اسلامي حزب د پلاوي ترمنځ د لومړنیو لیدو کاتو په ترڅ کې دا جوته شوې، چې دواړه غاړې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره خبرو اترو ته ژمن دي.

د دغې شورا یو مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون امریکا غږ ته وویل، د سولې عالي شورا او اسلامي حزب دوه با صلاحیته پلاوي، سبا د خبرو اترو رسمي لړۍ پیلوي او تمه یې وښوده، چې د روانې اونۍ تر پایه به دواړه غاړې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

هغه وویل "رخصتۍ راغلې، نوروز وو او نن د دهقان ورځ وه، زه فکر کوم که سبا دا جلسات شروع شي، د اونۍ تر آخره پورې زه امیدواره یم چې یوې مطلوبې نتیجې ته ورسیږو."

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب درې کسیزه پلاوی چې دا مهال په کابل کې دی، تیره اونۍ له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړې.

د دغه پلاوي مشرمحمد امین کریم او د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد ایوب رفیقي د تیرې پنجشنبې په ورځ د دغو خبرو په اړه یوې ګډې غونډې ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، چې د دوی خبرو بین الافغاني بڼه درلوده.

د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب پلاوي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم څو وارې کابل ته راغلي وو او د افغان حکومت له چارواکو او د سولې له عالي شورا سره یې خبرې کړې وو، خو دغو خبرو کومې مثبتې پایلې نه درلودې.

د سولې عالي شورا مرستیال وویل، که چیرې د سولې په بهیر کې د افغان حکومت د چارواکو تر منځ همغږي رامنځ ته شي نو د سولې له خبرو څخه به مثبتې پایلې ترلاسه شي.

ښاغلي اوچقون د سولې په بهیر کې د افغان حکومت چارواکو پر واحد دریځ ټینګار وکړ او وې ویل "د افغان حکومت چارواکي او په ټوله کې د ملي یووالي حکومت په دې باور ولري، چې په افغانستان او سیمه کې د تاوتریخوالي پای د خبرو او سیاسي مذاکراتو له لارې کېږي او پرته له دې کومه بله لاره چاره نشته، نو ځکه زه فکر کوم چې ضد او نقیض غږونه کولی شي چې د سولې بهیر ته زیان ورسوي او لا هم تاوتریخوالي ته لمن ووهي."

ښاغلي اوچقون هیله څرګنده کړه، چې د طالبانو وسله‌والې ډلې هم د سولې په مخامخ خبرو کې د ګډون چمتوالی وښيي.

ټاکل شوې وه، چې د افغان حکومت او وسله‌والو مخالفینو تر منځ د سولې مخامخ خبرې، د مارچ په لومړۍ اونۍ کې پیل شي، خو طالبانو په کې له ګډون نه ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG