د لاس رسي وړ اتصالات

صلاح الدین رباني د سولې د خبرو لپاره اسلام آباد ته سفر کوي


آرشیف
آرشیف
د پاکستان مقامات وایی، د طالبانو سره د سولې د خبرو دپاره د افغانستان د سولې د شورا مشر به اسلام اباد ته سفر وکړي چې د ملي پخلاینې په مسلې وغږیږي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت نن وویل چې صلاح الدین رباني به د درې ورځنیو خبرو مشري وکړی. دغه خبرې سبا ته د پاکستان د سیاسي او نظامی مشرانو سره پیل کیږي.

کابل په دوه زره او لسم کال کې د افغانستان د سولې عالی شورا جوړه کړه چې دغه لس کلنه جگړه ختمه شي. امریکا او د ناټو غړي هیوادنه پلان لری چې په 2014 کال کې د افغانستان نه ووځي.

ربانی د خپل پلار برهان الدین رباني د وژل کیدو نه وروسته چې د تیرکال د سپتمبر په میاشتې کې ووژل شو ، ددغه شورا ریس شویدی. دغه قتل د سولې هلې ځلې بندي کړې.

د طالبانو ډیر مشران په یوه د پاسه دوه زرم کال کې د امریکا په رهبرۍ د افغانستان د اشغال نه وروسته د هیواد نه وتښتیدل او ددغه بحران د حل دپاره په هر ډول خبرو اترو کې د اسلام اباد رول مهم گنل کیږي.
XS
SM
MD
LG