د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار به د بندیزونو له لرې کیدو وروسته راڅرگند شي


د حزب اسلامي پلاوی وایي حکمتیار دا مهال په افغانستان کې دی او د حکومت له خوا د سولې د موافقې عملي کولو ته په تمه دی
د حزب اسلامي پلاوی وایي حکمتیار دا مهال په افغانستان کې دی او د حکومت له خوا د سولې د موافقې عملي کولو ته په تمه دی

اسلامي حزب وايي، ګلبدین حکمتیار به هغه مهال په عام محضر کې راښکاره شي، چې د سولې د موافقې پر بنسټ په هغه باندې لګېدلي بندیزونه لرې او په افغانستان کې ورته د اوسیدو زمینه او امکانات برابر شي.

د دغه حزب د مرکچي پلاوي پر وینا، ګلبدین حکمتیار دا مهال په افغانستان کې دی او د حکومت له خوا د سولې د موافقې عملي کولو ته په تمه دی.

د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې له لاسلیک وروسته داسې انګیرل کېده چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار به په عام محضر کې راښکاره او کابل ته راشي.

د لګیدلو بندیزونو لرې کول او له تورو لیست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم ایستل د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې مهمې غوښتنې دي.

په کابل کې د اسلامي حزب مرکچي پلاوي غړي عتیق‌الله صافي امریکا غږ ته وویل ، ښاغلی حکمتیار به پر هغه د لګیدلو بندیزونو د رفع کیدو او د افغان حکومت له لورې ورته په افغانستان کې د اوسیدو لپاره د مناسبو ځایونو له برابریدو وروسته عام محضر کې راښکاره شي.

هغه وویل "د موافقې تر لاسلیک وروسته دا کار باید ژر تر ژره شوی وی، په دې اړه دوه خبرې دي، یوه خبره دا ده چې دغه تعزیرات رفع او له تور لیست څخه د محترم حکمتیار نوم لرې شي او دویمه خبره دا ده چې د هغه د راتګ لپاره دولت د هغه د ځای او امکاناتو لپاره زمینه برابره کړي، چې نن دولت دا همکاري وکړي سبا هغه راڅرګندیږي او دریمه خبره دا چې محترم حکمتیار په افغانستان کې دی".

د ښاغلي صافي پر وینا د افغان حکومت او د اسلامي حزب تر منځ د سولې د موافقې د عملي کولو لپاره یو ګډ شپږ کسیز اجرايي کمیسیون به د افغانستان د ولسمشر له فرمان وروسته په کار پیل وکړي.

هغه وویل ټاکل شوې وه، چې دا فرمان د دوشنبې په ورځ صادر شوی وی.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم تائیدوي، چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې دی او د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې د عملي کولو اجرايي کمیسیون له جوړیدو وروسته به د هغه راڅرګندیدو ته زمینه برابره شي.

د دغې شورا یو مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقوند امریکا غږ ته وویل د اجرايي کمیسیون په جوړښت کې د افغان حکومت، د سولې عالي شورا او د اسلامي حزب استازي غړیتوب لري خو د حکومت لوري لا تر اوسه د دغه کمیسیون لپاره خپل استازي نه دي معرفي کړي او له همدې امله د سولې د موافقې د عملي کیدو چارې له ځنډ سره مخ شوي دي.

ښاغلي اوچقوند وویل "د سولې عالي شورا او د اسلامي حزب استازي معرفي شوي دي، موږ د ملي یووالي حکومت د استازو معرفي کیدو ته په تمه یو، د دغه کمیسیون د ترکیب په بشپړیدو سره به د یو طرزالعمل د جوړولو پر سر کار وشي، چې په دې طرزالعمل کې کابل ته د ښاغلي ګلبدین حکمتیار د راتګ څرنګوالی هم تر څیړنو لاندې نیول کیږي".

ښاغلي اوچقوند تمه وښوده چې دغه کمیسیون ژر تر ژره په خپل کار پیل وکړي.

خو د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري امریکا غږ ته وویل، چې دا فرمان به په دوو ورځو کې د ولسمشر غني له خوا لاسلیک او صادر شي.

ښاغلي چخانسوري وویل د سولې عالي شورا او اسلامي حزب د هغو مواردو پر سر یوځای کار کوي، چې د ولسمشر فرمان ته اړتیا نه لري.

هغه وویل" هغه شیان چې فرمان ته منتظره دي، د فرمان آخري متن نهايي شوی دی او په دا نږدې راتلونکې کې په څو ورځو کې یعنې سبا بل سبا پورې به امضا او صادره شي".

آیا په رښتیا هم د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې دی؟

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده د دغې پوښتنې په ځواب کې امریکا غږ ته وویل، چې ښاغلی حکمتیار د حزب اسلامي د قوماندان کشمیرخان د ژوندون پر مهال په کونړ کې اوسیده، خو د کشمیر خان له مړینې وروسته د هغه د پتې په اړه بیلابیل نظریات موجود دي.

وحید مژده وویل "ځینې کسان وايي، چې دی دلته دننه په افغانستان کې دی، دا چې په کوم ځای کې دی دا هم روښانه نه ده، زه فکر نه کوم چې افغانستان کې وي، ځکه چې په افغانستان کې اوس په ډیرو برخو کې طالبان هم شته دي، طالبان هم دده مخالف دي او دی هم د طالبانو مخالف دی، نو دی به ډیر جرأت ونکړي چې په دغسې ځایونو کې وګرځي، که په افغانستان کې وي نو احتمالاً په داسې یو ځای کې به وي، چې شاید د افغان دولت تر کنټرول لاندې وي او که له افغانستان نه بهر وي حتماً په پاکستان کې دی".

د ښاغلي مژده پر وینا، ګلبدین حکمتیار تصمیم لري، چې په ننګرهار کې میشت شي او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې دغه ولایت هغه ته وسپاري، له همدې امله د ننګرهار والي له خپلې دندې استعفی وکړه.

همداشان ښاغلي مژده وویل، چې پر ګلبدین حکمتیار د لګیدلو بندیزونو له لرې کیدو او له تور لیست څخه د هغه د نوم له ایستلو وروسته به ښاغلی حکمتیار د کابل پر ځای لومړی سعودي عربستان ته لاړ شي، بیا به د ترکیې د ولسمشر طیب اردوغان د لیدلو لپاره ترکیې ته سفر وکړي او له هغې وروسته به کابل ته راستون شي.

په دې ترڅ کې د افغانستان یو شمیر مدني فعالین حکمتیار جنگي جنایتکار او د بشري حقونو څخه سرغړونکی گڼي، او ټینگار کوي چې حکمتیار ته دې قضایي مصوونیت ور نه کړای شي او د هغه نوم دې د ملگرو ملتونو د سازمان له تور لیست څخه لرې نشي.

XS
SM
MD
LG