د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې نقشه راتلونکې اونۍ بشپړیږي


د افغانستان د سولې خبرو ته د لارې د موندلو لپاره لومړنۍ څلوراړخیزه غونډه په اسلام آباد کې شوې وه او دوهمه یې په کابل کې وه.
د افغانستان د سولې خبرو ته د لارې د موندلو لپاره لومړنۍ څلوراړخیزه غونډه په اسلام آباد کې شوې وه او دوهمه یې په کابل کې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د تیر ځل په څیر د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو ترمنځ په دریمې څلوراړخیزې غونډې کې د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی په غاړه ولري.

د بهرچارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني امریکا اشنا راډیو ته وویل چې د افغان حکومت تمه دا ده چې دا غونډه به د خبرو لپاره د لارې نفشې ته د وروستۍ بڼې په ورکولو بریالئ شي.

ښاغلي مستغني وویل " ... د څلور اړخیزې ناستې په لومړۍ غونډه کې چې په اسلام اباد کې جوړه شوه، د دې ډلې د کار په کړنلاره بحث وشو، په دوهمه غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوه، د سولې د خبرو لپاره د لارې د نقشې په کاري اصولو باندې کار تر سره شو او پرمختګونه هم ترسره شول او ټاکل شوې ده چې په دریمه غونډه کې چې ټاکل شوې په اسلام اباد کې جوړه شي په کې د لارې په همدې نقشې باندې لا خبرې وشي او ورته وروستۍ بڼه ورکړل شي ".

د اسلام اباد د شنبې د ورځې د دغې غونډې وړاندې د څلورو هیوادونو استازو دوه غونډې په اسلام اباد او کابل کې جوړې کړي دي.

افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څلوراړخیزې غوڼډو بهیر کې د امریکا او چین د استازو ګډون مهم بولي او وایي چې دا دوه هیوادونه افغانستان کې د سولې هڅو ته د پاکستان په هڅولو کې مهم رول لوبولی شي.

ښاغلي مستغني وویل " د دې سربیره چې په دې چوکاټ کې افغانستان او پاکستان برخه لري، دوه نور مهم هیوادونه چې د افغانستان او پاکستان دوه مهم همکاران دي چې د امریکا متحده ایالات او چین هم په دې بهیر کې شامل دي، څلور واڼه هیوادونه ددغه بهیر د بریالیتوب په برخه کې ډیرې کلکې ژمنې لري او په تیرو دوه غونډه کې چې دغې ډلې لرلې ښه پرمختګونه شوي دي او هیله ده چې دریمه غونډه او په دوام یې چې کارونه ترسره کیږي پایلې یې ښیې وي ".

په اسلام اباد کې د شنبې د ورځې غوڼده په داسې حال کې جوړیږي چې نن د افغانستان د امنیتي ادارو یو پلاوی د پاکستان امنیتي چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت او د ملي امنیت د ریاست په ګډ دغه پلاوي کې د افغانستان د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي هم شامل دی.

د پاکستان یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته ویلي چې مسعود اندرابي سره د پاکستان د استخباراتو د ادارې آی، ایس آی مشر په کتنه کې د پاکستان له اړخه داسې اسناد هم هغه ته ورکړل شوي چې پاکستاني امنیتي چارواکي دا ګڼي چې تیره میاشت د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د پاچاخان په پوهنتون د وسله والو له خوا په برید کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده.

خو دمخه افغانستان په دغه برید کې د خپلې خاورې د کارولو په باب د پاکستان د پوځ ادعاوې ناسمې بللې وې.

د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول امنیتي ادارو رسنیو سره اسلام اباد ته د افغان پلاوی په سفر د تبصرې څخه ډډه کړې ده.

دمخه د پاکستان امنیتي ادارو ویلي وو چې اسلام اباد ته د افغانستان د استخباراتو د ریاست د سرپرست سفر کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال راحیل شریف د سفر په تعقیب ترسره کیږي.

جنرال شریف د تیرعیسوي کال د دسامبر په وروستۍ اونۍ کې کابل ته سفر کړی وو.

XS
SM
MD
LG