د لاس رسي وړ اتصالات

پنیتا: د افغان ځواکونو سره ګزمې د سره پېلېږي


د امریکا ددفاع وزیر لیان پنیتا وايي چې د ناټو په مشري نړیوال ځواکونه به د افغان امنیتي ځواکونه سره خپل ګډ عملیات د سره پیل کړي.

دا په داسي حال کې ده چې یوه اونۍ مخکي ناټو ویلي وو چې دغه تړون به د افغان پوځ او پولیسو د کښتې کچې د قطعاتو سره خپلې ګډې ګزمې ودروي.

خو ددفاع وزیر پر دې باندي ټینګار وکړ چې دریدلي ګزمې د کوچنیو قطعاتو ترمنځ وې، غټو قطعاتو د ناټو سره خپلو ګډو عملیاتو ته ادامه ورکړې او په دغو عملیاتو کې هیڅ خنډ نه دی راغلی.

ښاغلي پنیتا وویل چې مونږ باید د خپلو قواوو د خوندي ساتلو دپاره په اړینو اقداماتو باندي لاس پوري کړو خو په عین وخت کې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د امنیت د مسولیت انتقال ته هم ژمن یوو.

په عین حال کې د دفاع وزرات نورو چارواکو د ناټو هغې پریکړې ته دومره اهمیت ورنکړ چې یو اونۍ مخکي یې وکړه او په ترڅ کې یې د افغان مليی امنیتي ځواکونو سره ګډ نظامي عملیات ودرول. دغو چارواکو وویل چې د دوي پریکړه موقتي او یواځي کوچنیو قطعاتو ته محدوده وه.
XS
SM
MD
LG