د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس کرزي څرګندونې زمونږ هڅې کمزوري کوي، جنرال پیټریس


د جمهور رئیس کرزي څرګندونې زمونږ هڅې کمزوري کوي، جنرال پیټریس
د جمهور رئیس کرزي څرګندونې زمونږ هڅې کمزوري کوي، جنرال پیټریس

د امریکا یوه معتبره ورځپاڼه واشنګټن پوسټ وایي په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو عمومي قوماندان جنرال ډیوډ پیټریس افغان مامورینو ته خبرداردی ورکړیدی چې د امریکا په ستراتیژۍ باندې ‍دغه تازه څرګند انتقادونه کیدی شي د جګړې هڅې کمزورې کړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي جنرال ډیوډ پیټریس د جمهور رئیس حامد کرزي په تبصرو باندې چې هغه د شنبې په ورځ د ورځپاڼې سره په مرکې کې کړیدي، تعجب او نا امیدي ښودلي دي.

کرزي واشنګټن پوسټ ته ویلي دي هغه د امریکا نه غواړې چې په افغانستان کې دې خپل نظامي عملیات او حضور کم کړي. جمهور رئیس حامد کرزي همدا شان ویلي دي د امریکایي قواوو نه غواړې چې د شپې لخوا په کورنو باندې چاپې اچول دې بند کړي ځکه چې پدغو چاپو سره افغانان پارول کیږي او کیدی شي چې ځینې یې طالبانو ته واوړي.

ورځپاڼه وایي جنرال ډیوډ پیټریس پرون د یکشنبې په ورځ د افغانستان د چارواکو سره په غونډې کې د جمهور رییس حامد کرزي څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې ګواکې د ښاغلي کرزي پر وینا امریکایي قواوې په افغانستان کې عملیاتو ته ادامه نشي ورکولی.

خو له بلې خوا بیا د افغانستان حکومت د جمهورریس کرزی او په افغانستان کی د ناټو د قوی د قوماندان ترمنځ ښکاره جنجال چه د طالبانو په ضد د جنګ لپاره د امریکا په پالیسی باندی ، پیښ شویدی، بی اهمیته ښیی.

د جمهوری ریاست نطاق وحید عمر نن وویل، جمهور ریس د ناټو د قواوو په قوماندان جنرال دیوید پتریس باندی باور لری. ښاغلی عمر وویل کابل او ناټو د نظامی ستراتیژی په باره کی په خبرواترواخته دی، خو په هغو مسلو کی یې چې د دواړو ګټی پکی نغښتی دی، ملګرتوب په خپل حال دی.

په کابل کې یوه بهرني دیپلومات ورځپاڼې ته ویلي دي چې د جمهور رییس حامد کرزي څرګندونو نه یوازې دا چې د جنرال ډیوډ پیټریس هڅې یې کمزورې کړیدي بلکه د نړیوالې ټولنې هڅو ته یې هم زیان رسولی دی.

خو له بلې خوا یوه افغان چارواکي ورځپاڼې ته ویلي دي دا بشپړه ناسمه خبره ده چې د جمهور رییس حامد کرزي د څرګندونو نه داسې مانا واخیستل شي چې ګواکې هغه د جنرال ډیوډ پیټریس باندې باور نلري. دغه چارواکي ویلي دي چې کرزی او پیټریس په زیاتو مواردو کې یو شان هدف او ګټې لري.

XS
SM
MD
LG