د لاس رسي وړ اتصالات

وردکو کې امریکايي هلیکوپتر رالوېدلې ۳۱عسکر مړه دي


وردکو کې امریکايي هلیکوپتر رالوېدلې ۳۱عسکر مړه دي

وردکو کې امریکايي هلیکوپتر رالوېدلې ۳۱عسکر مړه دي

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي ویلي دي چي ٣١ امریکایي او ٧ افغان عسکر د وردکو په ولایت کي د یوې هلیکو پتري د رالویدو په پېښه کي مړه شوي دي.

چارواکي وایي چي دا پېښه نن د شنبې په ورځ شوې ده او د ٢٠٠١ کال نه را پدې خوا چي جګړه شروع شوې، په افغانستان کي ائتلافي قواو ته په یوه واحده پېښه کي تر ټولو زیات تلفات ور اوښتي دي.

طالبانو ویلي دي چي دغه هلیکوپتره دوي ویشتلې ده. هغوي دا هم ویلي دي چی د ډزو په تبادله کی ددوي ٨ جنګیالي هم وژل شوي دي.

ناتو ددې هلیکوپتری د راغورځیدلو خبر مخکي تایید کړی و، مګر د تلفاتو په باب یې توضیحات نه و ورکړي.

جمهوررئیس کرزي د امریکا جمهوررئیس براک اوباما او د وژل شوو امریکایانو کورنیو ته خپله خواخوږي څرگنده کړې ده.

له بلې خوا:

د امریکا د اردو چارواکوپه خپل یوه عسکر باندی چي د ملکي افغانانو په وژلو تورن دی، ددرو کالو بند سزا را ایستلې ده. دا فتوا نن د شنبې په ورځ د متحده ایالاتو په شمال لویدیځ کي د واشنګټن سټېټ په یوه نظامي محکمه کي اعلان شوه.

دغه عسکر ( ایډم وین فیلډ ) نومیږي او ٢٣ کلن دی او هغه په دې جرم او د مخدره موادو په استعمالولو باندي اقرار کړی دی.

هغه ته مخکي لا د رتبې تنزیل ورکړه شوی او د بد سلوک په وجه د پوځ نه ایستل شوی و.

هغه د پلي عسکرو د یوې قطعې د هغي ډلي په پنځو غړو کي شامل و چي اصلا د درو ملکي افغانانو په وژلو تورن شوي وو او څارنوالانو ویلي وو چي هغوي وژل شوي کسان داسي ښودلي وو چی په جگړه کي وژل شوی دي. څارنوالان وایي چي هغه سړی به چي ددې ډلی مشر و، هم ددې کال په آخر کي په نظامي محکمه کي محاکمه شي.

XS
SM
MD
LG