د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د پولیسو تشکیل پوره شو


چارواکي د امنیتي ملحظوتاتو له مخې نه وايي چې په کندهار کې څومره پولیس او نور امنیتي ځواکونه شته دي.

چارواکي د امنیتي ملحظوتاتو له مخې نه وايي چې په کندهار کې څومره پولیس او نور امنیتي ځواکونه شته دي.

په جنوب کي د پوليسو له روزنیز مرکز څخه د دریو ولایتونو د ۴۷۸ منصبدارانو له فراغت سره سم ځايي مقامات وايي چي په کندهار کې د پوليسو د صاحبمنصبانو تشکیل پوره شو.

پوليس چارواکي دا په دغه ولایت کې د قانون د حاکمیت لپاره تر ټولو مهم او اغیزناک ګام بولي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي نور نو په کندهار کې د پولیسو د کموالي ستونزه نلري " هغه کمی چي موږ د کندهار د پوليسو د افسرانو یا هم د سرحدي پوليسو د افسرانو په برخه کې مو لرله، ۹۸فیصده پوره شوه. د اروزګان او زابل تشکیل هم تر ۶۰فیصده پوره شوی دی."

د پوليسو دغه ځوان منصبداران د دولسمو ټولګیو هغه فارغان دي چې اووه میاشتې مخکې په زابل، اروزګان او کندهار کې یې ازموینه ورکړې وه چې د افغانستان د ملي پولیسو په لیکو کې ورګډ شي.

په جنوب کې د ۴۰۴ میوند زون د پوليسو د روزنیز مرکز مشر جنرال نصرالله ظریفي وايي چې په فارغ شویو کسانو کې سرحدي پولیس هم شامل دي.

ښاغلي ظریفي وویل"له ډېره وخته وروسته په کندهار کې په دومره شمېر کې افسران عملآ دندې پیلوي. هغوی شپږ میاشتې زده کړې وکړې. "

امنیتي چارواکي وايي چې په امنیتي قواوو کي له جنوبي ولایتونو څخه د شمولیت روحیه تر پخوا پیاوړې شوې او اوس ډېر کسان غواړي نظامي زده کړې وکړي او د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې ورګډ شي.

خو، لا هم ځينې خلک پر پولیسو نیوکه کوي چې کله ناکله له خپلو دندو ناوړه استفاده کوي، په اداري فساد کې ښکیل دي او ډېر مسلکي نه دي.

افغان چارواکي د امنیتي ملحظوتاتو له مخې نه وايي چې په کندهار کې څومره پولیس او نور امنیتي ځواکونه شته دي، مګر په ګاونډ ولایت هلمند کې بیا چارواکي وايي چې شاوخوا ۴۰زره امنیتي ځواکونه فعاله دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG