د لاس رسي وړ اتصالات

داودزي د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي منصوبین ګوښه کړي


د کورنیو چارو وزارت پنځه لوړ پوړي چارواکي له دندو ګوښه کړای شوي دي . د کورنیو چارو وزارت وایي دا چارواکي یې په چارو کې د ښه پرمختګ د رامنځ ته کېدو له وجې ګوښه کړي دي. د چارواکو په وینا دیر ژر به د برطرفه شویو کسانو په ځای نوي کسان په دندو وګمارل شي .

ګوښه کړل شوي چارواکي د وزارت اداري مرستیال مل پاسوال میرزا محمد یارمند ، د تامیناتو مرستیال علي وحدت ،د تروریزم سره د مبارزی عمومي مشر جمیل کوهستاني ، د نړیوالو پروژو د ساتنې مرستیال عبدالواحد شریفي او د محابسو او توقیفخانو مشر امیر محمد جمشیدي دي.

یادشوي کسان د افغانستان د کورنیوو چارو د وزارت د سر پرست وزیر عمر داوود زي له خوا له کاره لیري کړل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارووزارت ویاند صدیق صدیقي وویل دا کار د چارو د سمون او ښه والي په سبب شوی دی. هغه داسي وویل،، دا تصمیم رهبرۍ نیولی دی دا کسان چی اوس نشته پخوا یی هم ښه کارونه کړي خو د امورو د ښه پرمختګ لپآره دا تصمیم نیول شوی دی . دغه کسان اوس په وزارت کې نشته په عوض به یی نور کسان راشي.،،

د کورنیو چارو د وزارت څخه په یوه بل خبر کې راغلي دي چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سر پرست وزیر عمر داوود زي د یکشنبې په ورځ د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې سره ولیدل چې د جنوبي آسیا په پایلوبو کې یې اتلوالي تر لاسه کړې ده.

داوود زي وویل چې د فوټبال ملي ټیم افغانانو ته داسې خوشحالي ورکړه چې افغان دولتوالو او سیاستوالو په تیرو ۱۳ کلونو کې ونشوا کړای چې ملت ته په دې اندازه خوشحالي ور په برخه کړي.

داوود زي د ټیم بریالیتوب او د بریالیتوب وروسته د افغانانو خوشحالي د افغانستان د ملي یووالي نښه وبلله. هغه داسي وویل ،،زموږ او ستاسو ستره لاس ته راوړنه دا ده چې د ملي وحدت پر مبنا جوړ دولت لرو خو تاسو په یوې شپې کې دا ملي وحدت دومره پیاوړی کړ چې موږ او د افغانستان سیاسیونو د دولسو کالو په اوږدو کې ورباندې نه وو بریالي شوي.،،

د کورنیو چارو وزارت د فوتبال له ملي لوبډلې سره چې د ملي وحدت د رامنځته کېدو سبب شول د هر راز ممکنه مرستو ژمنه وکړه .

دغه راز عمر داوود زي د فوټبالرانو د هرکلي په وخت د یوې ورځې او دوو شپو لپاره د امنیت د ټامین په برخه د ملي پولیسو کار او زیار وستایلی.
XS
SM
MD
LG