د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې وسله والو د واکسینو خونه او توکي سوځولي دی


وسله والو کسانو د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د چهاردهي په کلینیک کې د واکسینو یوه خونه او پکې پراته ټول وسایل سوځولي دي.

چارواکو دا چاره د طالبانو کار ګڼلی خو وسله والو طالبانو ویلي چې د واکسینو مخالفت نه کوي.

که څه هم د ننګرهار په بټي کوټ کې د ګوزڼ پر وړاندې واکسین کولو پروسې ته په ښکاره توګه کوم ګواښ نشته، خو تېره شپه وسله والوکسانو د چهاردهي په کلینیک کې د واکسینو خونه سوځولې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیاله ډاکټره مقدسه معراج وايي، دغه پېښه تېره شپه شوې او یوازې د واکسینو د خونې د سوځېدو رپوټ ورسېدلی دی.

هغه وايي په دې اړه معلومات کوي چې دا کار چا او د څه لپاره کړی دی.

خو د بټي کوټ ولسوال غالب مجاهد وايي د چهاردهي په سیمه کې وسله وال طالبان حاکم دي او دغه کار د همدغې ډلې وسله والو کړی دی.

نوموړی وايي وسله والو سړو د کلینیک څوکیداران له ودانۍ ویستلي او څلور کسان ور ننوتي چې د واکسینو د خونې ټولو توکو ته یې اور ورته کړی دی.

ولسوال زیاتوي چې نن ورځ په ټول بټي کوټ کې د واکسینو کمپاین شوی او هیڅ ستونزه پکې نه ده راولاړه شوي، خو په دې مسله نه دي خبر چې طالبانو ولې د واکسینو خونه او توکي سوځولي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې له دې وړاندې رسنیو ته ویلي و چې د پولیو پر وړاندې د واکسین له پروګرام سره ستونزه نه لري.

په بټي کوټ کې د واکسینو وسایل او خونه پر داسې مهال سوځول شوې چې همدا نن د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو پر وړاندې کمپاین پیل شوی چې درې ورځې به دوام وکړي او په اوږدو کې به یې تر اته ملیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد دوه څاڅکي واکسین ور ورسېږي.

XS
SM
MD
LG