د لاس رسي وړ اتصالات

له کندهار پرته ټول افغانستان کې د ګوزڼ کمپاین پیل شو


د ګڼو هلوځلو سربیره، پولیو تر اوسه د افغانستان په نامنو سیمو کې ماشومان فلجوي
د ګڼو هلوځلو سربیره، پولیو تر اوسه د افغانستان په نامنو سیمو کې ماشومان فلجوي

د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت چارواکي وايي چې د پولیو یا دماشومانو د ګوزڼ د مني موسم کمپاین نن دهیواد په ۳۳ ولایتونوکې پیل شو.

د روغتیایي چارواکو په وینا یوازې په کندهار ولایت کې د پولیو د پولیو ضد کمپاین به درې یا هم څلور ورځې وروسته پیل شي، دا ځکه چې وسله والو طالبانو پدې ولایت کې له څو میاشتو راهیسې پر واکسین بندیز لګولی و ، او اړتیا ده چې له کمپاین د مخه روغتیایي رضاکارانو ته د واکسین ورکولو روزنه ورکول شي .

د ماشومانو د ګوزڼ واکسین د مني لومړي دور درې ورځنۍ کمپاین پرته له کندهار نه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پیل شو .

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي د کمپاین پدې دور کې به د ټول هیواد په کچه شا او خوا نهه میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یېپ تر پنځو کلونو کم وي د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي، چې شاخوا ۷۰زره روغتیایي رضاکاران، سوپروایزران او د پولیو واکسین همغږي کوونکي پکې برخه لري.

د کمپاین پدې دور کې به د ټولو هیواد په کچه شاخوا ۹ میلیونه ماشومانو ته د پولیوضد څاڅکي ورکړل شي
د کمپاین پدې دور کې به د ټولو هیواد په کچه شاخوا ۹ میلیونه ماشومانو ته د پولیوضد څاڅکي ورکړل شي

د عامې روغتیا د کتلوي معافیت د عامه پوهاوي د برخې مسول ګلاخان ایوب امریکا غږ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې له میندو وغوښتل، چې د واکسین له ګرځنده ټیمونه سره همکاري وکړي او خپل ماشومان دې واکسین کړي.

هغه وویل "دا چې دوه قطرې واکسین دي او رغتیایي رضاکاران د خلکو کورنو ته ورځي، له دې فرصت څخه دې ګټه واخلي او خپل ټول ماشومان دې واکسین کړي، مونږ خپل ټول امکانات خلکو ته ورکو پدې خاطر چې د دوې ماشومان دي نو له مونږ سره باید همکاري وکړي."

دوه هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکوي په هیواد کې له ټولو نورو میندو وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین کړي.

دوی وايي "زمانوم ګیتا دی، ما خپل ماشومان ددې لپاره واکسین ته راوړي چې فلج نشي او له بیلابیلو ناروغیو څخه وژغورل شي، له ټولو میندو غواړم چې په هر ولایت کې وي خپلو ماشومانوته د پولیو واکسین ورکړي. خپل ماشوم مې ددې لپاره دلته راوستی چې په راتلونکي کې فلج نشي ، نورو میندو ته مې دا پیغام دې چې خپل ماشومان دې واکسین کړي."

د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت ریس سردار محمد پرویز په وینا د واکسین پدې دور کې د پولیو واکسین سربیره اته میلیونه هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له شپږ میاشتو تر پنځو کلونو پورې وي ویټامین بي هم ورکول کیږي.

د روان میلادي کال د پیل راهیسې په هلمند، فراه، هرات او ننګرهارولایتونو کې د پولیو ۷ مثبتې پېښې ثبت شوي
د روان میلادي کال د پیل راهیسې په هلمند، فراه، هرات او ننګرهارولایتونو کې د پولیو ۷ مثبتې پېښې ثبت شوي

پرویز دا هم وویل د واکسین په تېره دوره کې ۸۸فیصده ماشومانو ته پولیو د مخنیوي څاڅکي ورکړل شوي وو، خو په ځینو ولایتونو لکه ننګرهار، کندهار، فراه او هلمند کې د امنیتي ستونزو له امله د پولیو کمپاین سل په سلو کې تطبیق نه شو.

د روان میلادي کال د پیل راهیسې په هلمند، فراه، هرات او ننګرهارولایتونو کې د پولیو ۷ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې روغتیایي چارواکي یې اندښمن کړي دي .

XS
SM
MD
LG