د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ ملي لوبغاړي د گوزڼ ضد کمپاین کې برخه اخلي


د افغانستان کرکټ بورډ او د یونسیف ترمنځ د پولیو ضد کمپاین تړون لاس لیک شو.

د افغانستان کرکټ بورډ او د یونسیف ترمنځ د پولیو ضد کمپاین تړون لاس لیک شو.

په افغانستان کې د ماشومانو د گوزڼ یا پولیو ضد کمپاین د پیل په لومړۍ ورځ د افغانستان د کرکټ بورډ او د ماشومانو دپاره د ملگرو ملتونو د تعلیم او تربیې ادارې دوه کلن تړون لاس لیک کړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر نسیم دانش وايي د تړون په اساس به دواړه لوري د ماشومانو حقونو او په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي لپاره مبارزه کوي.

د کرکټ ملي ټیم پخواني کپتان ریس احمدزی د یونیسف د ښه نیت سفیر و

د کرکټ ملي ټیم پخواني کپتان ریس احمدزی د یونیسف د ښه نیت سفیر و

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزي د امریکا غږ آشنا ته وویل چې میندې پلرونه باید خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

دافغانستان د کرکټ د لوبډلې پخوانی مشر، ریس احمدزی، چې د دریو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د یونسیف له ادارې سره د ښه نیت سفیر و، وايي افغان لوبغاړي په دغه برخه کې مهم رول لوبولی شي.

XS
SM
MD
LG