د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا وزارت: په ټول افغانستان کي د پولېو ضد کمپاین پیلوو.


پولیو یا د ماشونانو د ګوزڼ ضد کمپاین د نوي میلادي کال د وا کسین د پسرلي لومړی کمپان دی، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونه کې د څه باندې شپته زرو روغتیایې کارونکو او رضا کارانو لخوا د دریو ورځو په موده کې تر سره کیږي.

روغتیایې چارواکي وایې، چې د پولیو دا پسرلنۍ کمپاین به درې ورځي دوام ولري او په ترڅ کې به ترنهه میلیونه زیاتو ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکې واکسین ورکول شي.

بل لورته دیني عالمانو هم له خلکو غوښتې، چې د ماشومانو د ښې روغتیا لپاره دې د واکسین له ګرځنده ټیمونو سره همکاري وکړی.

د عامې روغتیا وزارت د کتلوی معافیت ریس ډاکټر سردار محمد پرویر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، د پولیو واکسین پدې درې ورځینې عمومي کمپاین کې به له نهه میلیونو زیاتو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کښته وي، د پولیو د څاڅکو واکسین ورکول شي.

ډاکټر پرویززیاتوي، چې په یو شمېر سړو سیمو کې به د پولیو واکسین له لږ ځنډ وروسته پیل شي.

ډاکټر پرویزوویل" په ځینو ولسوالیو کې د واورې د اورښت له امله هوا سړه ده او مونږ ورته لاس رسی نلرو، هلته به د هوا په تودیدو سره د پولیو واکسین کمپاین پیل کړو. پدې سړو سیمو کې د بدخاشان ولایت نهه ولسوالۍ ، د غور ، بادغیس ولایتونو یو شمېر سیمي او ځینې نور ولایتونه شامل دي. "

څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزارت له خوا په کابل کې د پولیو واکسین په هکله د افغانستان اود نړۍ د یو شمېراسلامي هیوادونو د دیني عالمانو په ګډون یو یو نړیوال کنفرانس په لاره اچولي وو، چې د کنفرانس په پای کې برخه وال دیني عالمان پدې سره سلا شول چې د اسلام له نظره د پولیو واکسین د ماشومانو د ښې روغتیا لپاره ضروري دی.

د افغانستان یو مهشور دینی عالم مولوي سمیع الحق حنیفي هم وایې، چې د اسلام نظره د پولیو واکسین کوم ممانعت نلري.

" د پولیو واکسین څومره څاڅکې چې جوړیږي ، حلال دي او تطبیق کول یې ضروري او لازمې دي، بلکې د رسنیو په ګډون د دینی علماوو، حکومت او سیمه ایزو قومي مشرانو دنده ده چې هر یو کس غوږ ته چې پیغام ورسیږي، تر څو د نورو هیوادونو په شان پولیو دلته هم ورکه شي. "

د نوي میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د پولیو یوه مثبته پیښه ثبت شوی چې د چارواکو په وینا، پولیو وهلي ماشوم ویروس له ګاونډي هیواد پاکستان څخه اخیستی وو.

دا پداسې حال کې ده چې تېر کال په افغانستان د پولیو شل پیښې ثبت شوې وي چې زیاتره یې په ننګرهار او فراه ولایتونو کې وې.

بل لور ته روغتیایې چارواکي وایې، تر پنځو کلونو کښته ماشومانو د پولیو له خطر مخ دي او ډیر ژر پرې اخته کیدای شي، دوی له ټولو کورنو غواړې چې د ماشومانو د راتلونکی لپاره دې د پولیو پر ضد مبارزې کې له روغتیایې ټیمونو همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG