د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پر هغې پریکړې نیوکه شوې چې د یوه سیاسي ګوند فعالیت یې ځنډولی


د بشري حقوقو فعالینو نن د جمعې په ورځ د افغانستان د حکومت پر هغې پریکړې باندي نیوکه وکړه چې د یوه سیاسي ګوند فعالیت یې ځنډولی دی. دغو فعالینو خبرداری ورکړی چې حکومت د ناټو د قواوو د وتلو سره ښايي هڅه وکړي چې آزادۍ محدودې کړي.

په امریکا کې میشت د بشري حقوقو د څار ادارې وویل چې د طالبانو د رژیم د رانسکوریدو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو ګوند د خپلو سیاسو افکارو په خاطر منع کېږي.

د افغانستان د پیوستون ګوند فعالیت د روانې میاشتې په پیل کې په دې خاطر بند کړل شو چې په کابل کې یې د اپریل په میاشت کې د جنګسالارانو او مشکوکو جنګي جنایت کارانو پر ضد چې اوس د حکومت په کلیدي مقامونه کې دي مظاهرې وکړې.

د پیوستون ګوند په کال ۲۰۰۴ کال کې پرانیستل شو. په پارلمان کې غړي نه لري خو د بشري حقوقو د څار سازمان وايي چې دوي په منظمه ډوله د یو لړ جنجالی مسایلو په هکله مظاهرې تنظمیوي .

XS
SM
MD
LG