د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د بیان په آزادۍ باندې د بندیزونو زیاتوالی


د طالبانو د رژیم له نسکوریدو نه راپدیخوا د بیان ازادي د افغانستان د لویو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي.

په افغانستان کې د بیان ازادي داسې لاسته راوړنه ده چې د ځینو کارپوهانو په اند اوس په نامناسبه او د اندیښنې وړ وضعیت کې ده او داسې بریښي چې له منځه به لاړ شي.

د رسنیو د څار اداره وایي چې د بیان د ازادي لپاره ٢٠١٦ میلادي کال تر ټولو بد کال گڼل کیږي.

په افغانستان کې د رسنیو د ملاټر او څار ادارې مشر صدیق الله توحیدي د بیان د ازادۍ په وړاندې د خنډ لاملونه داسې په گوټه کړل." لاملونه روښانه دي، یو خوا د حکومت کم کار دی او بل خوا د ناامنیو لمن پراخه شوې او نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي، دا د دې سبب شوی چې تاوتریخوالی زیات شوی او د اطلاع رسولو په سر خنډونه رامنځ ته شوي دي."

سږکال د رسنیزو فعالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ٣٧٧ قضیې شوې دي. نه یوازې دا بلکې حکومت هم په څو برخو کې د مدني ټولنې د فعالانو په نیولو لاس پورې کړی.

د طالبانو د چارو کارپوه، نظر محمد مطمین په دې وروستیو کې د ملي امنیت له بنده آزاد شوی.

ښاغلی مطمین چې څلور ساعته توقیف شوی و وایی د توقیفیدو علت باندې پوه نشو. ښاغلي مطمین زیاته کړه "دا کار کیدای شي د یو روحي فشار لپاره وي. هغه خلک چې د سولې لپاره کار کوي او د بیان د ازادۍ نه کار اخلي تر فشار لاندې راشي او د بیان ازادي کنترول شي."

خو سره له دې ښاغلی مطمین وایي چې د هغه سره ملي امنیت په درناوی چلند کړی. خو د افغانستان په جگړې کې ښکیلو خواوې او په تیره د طالبان په څیر ډې د رسنیو د فعالانو په وړاندې مناسب چلند نکوي.

د افغانستان حکومت وایي څرنگه چې د افغانستان د بیان ازادي ته ژمن دی هسې د افغانانو د امنیت او خوندي توب ته هم لومړيتوب ورکوي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت نشراتی معینه، سیده مژگان مصطفوي وایي په ځینو مواردو کې که ستونزې شته نو دا په دې مانا نده چې دولت ژمن ندی.

ځیني کارپوهان هغو پیښو ته په کتو چې د بیان د ازادیو نه د سرغړونې سبب شوي، وایي چې په افغانستان کې د بیان د ازادي د راتلونکې په اړه وړاندوینه ستونزمن دی. خو حکومت وایي چې د بیان ازادي کې به په شاتگ رامنځ ته نشي.

XS
SM
MD
LG