د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان زندانونو د روغتیایي حال په اړه د ملگرو ملتونو اندیښنه


د ښځینه زندانونو وضیعت ډیر خراب گڼل شوی دی.
د ښځینه زندانونو وضیعت ډیر خراب گڼل شوی دی.

ملگرو ملتونو د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چې د یو لړ پرمختگونو سره سره د افغانستان د زندانونو د روغتیایي خدمتونو د حالت ښه کیدل زیات کار ته اړتیا لري.

"د افغانستان په زندانونو کې د روغتیایي خدمتونو ارزنه" په نامه رپوټ د افغانستان په زندانونو کې د موجودو څه دپاسه ٢٥ زره بندیانو د روغتیایي وضیعت په هکله جزئیات څرگند کړي دي.

په دې رپوټ کې راغلي دي چې که په زندانونو کې په ډیره ټیټه کچه روغتیایي شرایط رامنځ ته نشي د بندیانو وضیعت به نور هم خراب شي.

په داسې حال کې چې بندیان په افغانستان کې یواځې هغو خدمتونو ته لاس رسی لري چې حکومت یې ورته برابروي، نړیوال قوانین ایجاب کوي چې بندیان باید د هغو روغتیایي مراقبتونو څخه برخورداره اوسي چې په عمومي توگه په ټولنه کې وړاندې کیږي.

د ملگرو ملتونو د سازمان عمومي غونډې د ٢٠١٥ کال د دسمبر د میاشتې په ١٧ د زندانونو نړیوال قواعد تعدیلر کړل چې له مخې یې حکومتونه باید حد اقل معیاري روغتیایي شرایط بندیانو ته وړاندې کړي.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو مرستندویه هیت یا یوناما ویلي دي چې د ملگرو ملتونو د عمومي مجموغعې ددې پریکړې وروسته یې د ٣۴ ولایتي زندانونو څخه ٣١ زندانونه سرتاسري سروی کړي دي.

یوناما په ښځینه زندانونو کې ځانگړو خدمتونو ته د نه لاس رسي په گډون پراخ شمیر نیمگړتیاوی رپوټ کړې دی او د اولیتونو لپاره یې موجود نیمگړتیاو د له منځه وړلو په خاطر د هڅو سپارښتنه کړې ده او د افغانستان حکومت او نړیوالو مرستندویه ټولنو ته لارښونې کړي دي.

په زندانونو کې د بندي میندو سره د ماشومانو شتون یو له هغو مواردو څخه دی چې د یوناما په رپوټ کې په ډاگه شوی دی، خو د رپوټونو له مخې دا د افغانستان د زندانونو د ستونزو یواځې یوه برخه ده.

د وړ سرپناه نشتوالی، په ځنو زندانونو کې د مخدره موادو آزاد خرڅلاو، د زندانیانو سره د ساتونکو ناسم چلند او په ځنو مواردو کې ډیرو ابتدایي معشیتي امکاناتو ته نه لاس رسی د هغو ستونزو څخه دي چې د افغانستان زندانونو نه یې تل شکایتونه راپورته کیږي.

د افغاسنتان حکومت پخوا په زندانونو کې د لومړنیو روغتیایي خدمتونو د برابرولو ژمنه کړې وه، خو د یوناما ددغه رپوټ په هکله یې تر اوسه غبرگون نه دی څرگند کړی.

XS
SM
MD
LG