د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د امنیت آمر وايي د امنیتي کمپنیو کارمندان باید په دنده وګمارل سي


دکندهار د امنيت آمر وايي حکومت بايد هغوکسانو ته د کارموندنې په برخه کې خپله پاملرنه زياته کړي چي له خصوصي امنيتي کمپنيوسره يې دندي لرلې.

پوليسو د يوه پراخ کمپاين په ترڅ کې د کندهار ښارپه لويديځ باغ پل اوختيځ دامان والسوالۍ کې دکابل – کندهاراوکندهار- هرات پرلويه لارهغه کسان خلح سلاح کړل چي په خصوصي امنيتي کمپنيوپوري اړوندوو.

دکندهارد امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي وويل چي پدغه تازه ګام کې يې نږدې سل ميله سپکي اودرنې وسلې راټولي کړي دي .

نوموړي زیاته کړه چې د سپريم ،يوايس پي آی اوبلک واټر په نوم خصوصي امنيتي کمپنۍ چي په نړيوالوپوري اړه لري په موقتي ډول د فعاليت اجازه ورکړل شوې وه هغوی هم نورپدې برخه کې کارنشي کولای.

دلويولارو دساتنې او اکمالاتو د انقال دنده اوس دعامه ساتنې پوليس سمبالوي چي تازه دکورنيوچارو وزارت په چوکاټ کې رامنځ ته شوي پوليس دي .

دکندهار د امنيت امروايي چي اوس پدې ولايت کې هيڅ خصوصپ امنيتي کمپنۍ د فعاليت اجازه نلري او دوي به ورڅخه ټولې وسلې اونظامي تجهيزات راټول کړي. خونوموړي د هغوکسانو لپاره کارترټولومهم اصل ياد کړچي په خصوصي امنيتي کمپنیوکې يې دنده لرله.

داسي اندېښي شته چي که دغوکسانوته دبوختيا لپاره امکانات برابرنشي ممکن په ځينوتخریبي کړنوکې د دولت وسله وال مخالفين ورڅخه کارواخلي.

په تیرکې د خصوصي امنيتي کمپنیو منحل له نړيوالو سره د افغان حکومت داختلاف مهم ټکي وو .حکومتي مقاماتو پدې برخه کې دا استدلال وړاندي کوي چي ګڼي دغو امنيتي کمپنيود لويولارو په ناامنیوکې اساسي رول درولودی.

عزیزالله پوپل- کندهار
XS
SM
MD
LG