د لاس رسي وړ اتصالات

سلګونو کسانو د بغلان د پولیسو د مشر پر ضد مظاهره وکړه


مظاهره کوونکي د امنیې قومندان تورنوي چې د امنیت په راوستلو کې یې ډېر کار نه دی کړی، خو قومندان دا خبره نه مني
مظاهره کوونکي د امنیې قومندان تورنوي چې د امنیت په راوستلو کې یې ډېر کار نه دی کړی، خو قومندان دا خبره نه مني

د پلخمري ښار د مزار او کندوز په دوه لارې کې په سلګونو خلکو د بغلان د امنیه قوماندان امین الله امرخیل پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو د بغلان د امنیې قوماندان پر خلاف شعارونه ورکول، او هغه يې تورناوه چې د سیمې د امنیت لپاره يې کار نه دی کړی.

که څه هم یو شمیر خلکو د بغلان د امنیې قوماندان پر خلاف مظاهره کړې وه خو له بل پلوه یو شمېر خلک د امین الله امرخیل د کارونو ستاینه کوي او وایي چې دده په راتګ سره سیمه کې د مخالفینو یو څه مخه نیول شوې او د کندوز بغلان د لویې لارې غلاګانې هم تر ډېره ورکې شوي دي.

یو تن چې د امنیې قوماندان امین الله امرخیل پر ضد مظاهره کې يې ګډون کړی وو وویل" له مرکزي حکومته غوښتنه کوو چې امرخیل له دندې ګوښه او عدلیې ارګانونو ته وسپاري، که امرخیل له دندې ګوښه نه شي، داسړکونه به بند وي، او که غوښتنه مو ونه منل شي د ولایتي شورا وکیلان به دفتر او کار ته پرینږدو."

خو یو بل تن چې هغه هم د مظاهرې تر څنګ دی وایي چې خلک له پولیسو سره همکار دي او سیمه يې یو څه با امنه شوې ده " یوازینی شی چې مونږ يې ځورولو هغه نا امني وه، مونږ د بغلان خلکو له امنیتي ارګانونو سره په همکارۍ نسبتا سیمه با امنه کړې ده.د بغلان او کندوز د لارې په اووږدو کې د کندوز مساپر له ماښام وروسته سفر نه کوي، وسله والو به د بغلان د جرخوشک په سیمه کې مساپر چور کول. څو ځل ددغې سیمې وسله والې ډلې ونیول شوې."

د بغلان د امنیې قوماندان امین الله امرخیل وایي چې مظاهره د هغو څو کسانو له خوا جوړه شوې چې د غیرقانوني کارونو مخه يې نیول شوې ده

ده وویل"دا یوه بهانه ده، ما د مافیایي ډلو مخالفت کړی، او یوازینی مشکل يې له ماسره دی، کنه د بغلان خلک له پولیسو سره ستونزه نه لري، اوس چې خلک پر پولیسو څومره اعتماد کوي د بغلان په تاریخ کې پر پولیسو داسې اعتماد نه و شوی."

مظاهرکوونکو خبرداری ورکاوه چې که ددوي غوښتنې ونه منل شي او امرخیل پر دنده پاتي شي دوي به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG