د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان پکتیکا کې د پاکستان پوځ په برید اعتراض کړی


ښاغلي کرزي د پاکستان د پوځ دا برید د نړیوالو اصولو خلاف بللی دی.
ښاغلي کرزي د پاکستان د پوځ دا برید د نړیوالو اصولو خلاف بللی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوبیان کې ویلي، په دې تړاو نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر ابرارحسین د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوې وو او د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي له خوا ورته د افغان حکومت اندیښنې ورسول شوې.

دا بیان وایي چې ښاغلي کرزي د افغان حکومت سخت اعتراض د پاکستان سفیر ته وړاندې کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیان کې ویلي، د تیرې سه شنبې په شپه د پکتیکا ولایت د برمل سرحدي ولسوالۍ په انګور هډې سیمه کې د پاکستاني ځواکونو له‌خوا پر افغان سرحدي پولیسود توغندیوبرید شوې چې په ترڅ کې یې یو افغان سرتیری وژل شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا ډول اقدامات منلو شوو نړیوالو اصولو او حقوقو او هم د ډیپلوماټیکي اړیکو په خلاف بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت دا بیان وایي، چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي له پاکستان څخه غوښتي، چې په جدي توګه د خپلو ځواکونو د داسې کړنو مخه ونیسي.

دغه راز، ښاغلي کرزي ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د داسې کړنو تکرار به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو او پراختیا هڅې زیانمنې کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د سرطان میاشتې په لسمه شپه د پکتیکا د انګورو هډې په سیمه کې د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته کې یو افغان سرحدي پولیس او اته پاکستاني ځواکونه وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي يو خبري کنفرانس ته وويل، چې د معلوماتو له مخې په دې څو ساعته جګړه کې ۸ پاکستاني سرتېري او يو افغان سرحدي پوليس وژل شوي دي.

ښاغلي صديقي وويل، جګړه تېره نيمه شپه شوې، خو د دې لپاره چې د پېښې بشپړه څېړنه وشي، د سرحدي پوليسو يو پلاوی سيمې ته تللی دی.

هغه وویل " که د ډيورنډ په کرښه هر ډول اقدام کېږي، د دواړه هېوادونو د تفاهم په صورت کې به ترسره کېږي، پرته له هغه زموږ ځواکونه پوره صلاحيت لري، چې مخنيوی يې وکړي. پاکستاني ځواکونو له اصولو څخه د سرغړونې په ترڅ کې د تاسيساتو جوړولو هڅه وکړه، چې زموږ ځواکونو يې مخه ونيوله، بالاخره جګړه وشوه، چې زموږ يو سرحدي پوليس وژل شوی او د مطبوعاتو له لارې مو اورېدلي، چې ۸ پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي."

خو په همدې حال کې بيا ځينو پاکستاني رسنيو د هغه هېواد د مقاماتو په حواله ليکلي، چې افغان ځواکونو پر پاکستاني سرتېرو حمله کړې، لږ تر لږه شپږ امنيتي کسان يې ټپيان کړي دي.

XS
SM
MD
LG