د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت چمن کې د پاکستان بیرغ په پورته کولو اعتراض کړی


پاکستان د روانې عیسوي میاشتې په اتلسمه په چمن کې د لومړي ځل لپاره د خپل بیرغ د راکښته کولو مراسم ترسره کړل.

پاکستان د روانې عیسوي میاشتې په اتلسمه په چمن کې د لومړي ځل لپاره د خپل بیرغ د راکښته کولو مراسم ترسره کړل.

افغان حکومت د پاکستان له خوا دغه هیواد سره د ګډ سرحد د چمن په سیمه کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي سیمې واګې په څیر د بیرغ د پورته کولو د مراسمو په پیلولو سخت اعتراض څرګند کړی او دغه هیواد څخه یې غوښتي دي چې له داسې اقداماتوچې د دواړو هیوادونو اړیکې لا خرابولی شي ډډه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې نن د جمعې په ورځ خپره شوې د ډیورنډ سرحدي کرښه یوه فرضي کرښه یاده کړې او ویلي دي چې د دغې کرښې په صفري نقطه کې د بیرغ د پورته کولو مراسمو پیل یو تحریک کوونکی اقدام دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا ډول اقدامات د دواړو هیوادونوترمنځ دمخه شوو تعهداتو خلاف دي.

ښاغلي مستغني وویل " د افغانستان اسلامي جمهوریت پاکستان ته دا وریادوي چې دا ډول اقدامات په داسې شرایطو کې چې دوه اړخیزې اړیکې په حساس پړاړو کې دي، کولی شي د اړیکو د لا زیات خړپړتیا لامل وګرځي ".

پاکستاني سرحدي ځواکونو د روانې عیسوي میاشتې په اتلسمه په چمن کې د لومړي ځل لپاره د خپل بیرغ د راکښته کولو مراسم ترسره کړل.

که څه هم پاکستان او هندوستان د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمه واګه کې هره اونۍ د خپلو بیرغونو د اوچتولو او راښکته کیدو مراسم په منظمه توګه ترسره کوي، خوپه چمن کې دا مراسم چې یوازې پاکستاني لورې له خوا ترسره شول په ۱۹۴۷ کال کې ددغه هیواد د جوړیدلو راهیسې لومړی ځل وو چې پاکستاني سرحدي ځواکونوله خوا ترسره شول.

په چمن کې دغو مراسمو ته د پاکستان د پوځ یو ډګروال ندیم سهیل د وینا پروخت له افغانستان څخه هم وغوښتل چې ورته مراسم دې ترسره کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان غوښتي دي، چې د دغسې اقداماتو پرځای دې خپله پاملرنه د تروریزم او افراطیت پر وړاندې مبارزې ته ورواړوي ترڅو په دواړو هیوادونو کې د سولې او ثبات پر وړاندې خنډونه له منځ څخه لاړ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په دغه اعلامیه کې د پاکستان د هغې پریکړې سره هم افغان حکومت خپل مخالفت څرګند کړی، چې له مخې یې پاکستان د ډیورنډ د کرښې په پاکستانۍ غاړه کې له میشتو قبایلانو غوښتي چې افغانستان ته د تللو پر وخت دې په پاکستاني پاسپورټونو سفر وکړي.

ښاغلي مستغني وویل " افغانستان باور لري چې دا پریکړه یوه اړخیزه او د فرضي کرښې دواړو خواو ته اوسیدونکو ته د موجود عرف خلاف پریکړه ده او دا ممکنه نه ده چې خلک په زور او فشار سره له یو بل جدا کړی شي ".

پاکستاني ډان انګلیسي ژبې ورځپاڼې د رپوټ له مخې پاکستان دا غوښتنه قبایلي مشرانو ته رسولې او ورته یې ویلي چې د راروان عیسوي کال د جنورۍ له ۳۱ وروسته هغه قبایلي اوسیدونکي چې افغانستان ته سفر کوي باید پاکستاني پاسپورټ اود افغانستان ویزه له ځان سره ولري.

افغانستان او پاکستان ۲۲۴۰ کیلو متره اوږد سرحد لري، چې ددغه هیواد د جوړیدلو وړاندې د برتانیا او د افغانستان د امیر عبدالرحمان خان ترمنځ لاسلیک شوې او د ډیورنډ د کرښې په نوم یې شهرت موندلی دی.

تراوسه هیڅ افغان حکومت دا کرښه په رسمیت نه ده پیژندلې خو پاکستان ډیورنډ کرښه د دواړو هیوادونو ترمنځ یوه رسمي کرښه ګڼي.

د پاکستان حکومت د روان کال په دوبي کې خپل هیواد ته د افغانانو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودل حتمی وبلل او هم یې له دغه هیواد څخه د افغانانو د شړلو لړۍ ګړندې کړه.

د افغانستان د چارو کارپوهان د پاکستان دا اقدامات د ورته او پرله پسې اقداماتو لړۍ ګڼي، چې هدف یې د ډیورنډ کرښې ته رسمي بڼه ورکول دي.

د افغانستان د چارو یو کارپوه کبیر رنجبروایي چې پاکستان غواړي چې په دغسې اقداماتوسره پر افغان حکومت خپل فشار زیات کړي

ښاغلي رنجبر وویل " په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د زورولو موخه هم همدا داده چې افغان حکومت پاکستان سره په خپلو روابطو کې بدلون راولي ".

خو ښاغلی رنجبر وایي د پاکستان دا ډول اقدامات لا د دواړو هیوادونو اړیکو ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG