د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځ کې د امریکا او افغانستان د تړون پرضد مظاهره


د افغانستان په ختیځ کې د امریکا او افغانستان د تړون پرضد مظاهره
د افغانستان په ختیځ کې د امریکا او افغانستان د تړون پرضد مظاهره

افغان مامورین وایي چې نږدې زرتنه چې زیاتره یې زده کونکي وو نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې سړکونوته راووتل او د امریکا د متحده ایالاتو سره یې د اوږدې مودې د ستراتیژیک تړون پر ضد احتجاج څرگند کړ.

ددغه ستراتیژیک تړون په اساس به امریکایي عسکر ، د ٢٠١۴ نه وروسته ، یعنی هغه وخت چې ټولې نړیوالې قواوې باید دافغانستان نه وتلی وي، په دغه هیواد کې پاتي وي.

عنعنوي لویه جرگه چې نږدې دوه زرو افغانو سیاسمتدارانو او قومي مشرانو په کې گډون کړی و، پرون د شنبې په ورځ د څلور ورځې ناستې په پای کې د امریکا سره د ستراتیژیکی تړون معامله تایید کړه.

خو دغه مشران غواړي چې د شپې له خوا دي د اتلافي ځواکونو عملیات ختم شي او دا تضمین دي وشي چې امریکایي عسکر به ټول بندیان د افغانانو تر کنترول لاندې بندیخانوته سپاري.

دغو نمایندگانو همدغه راز د ولسمشر حامد کرزي نه وغوښتل چې دا خبره ښه پخه کړي چې د واشنگتن سره هر ډول تړون لس کاله وي او حکومت ته یی مشورې ورکړې چې د طالبانوسره د روغی جوړې له لاری د سولی لپاره هلې ځلې وکړي.

طالبانو دغه عنعنوي لویه جرگه وغندله او په ټولو بهرنیو قواوو باندې یی غږ وکړ چې د افغانستان نه ووځي.

XS
SM
MD
LG