د لاس رسي وړ اتصالات

په کنړ کې د پاکستان پر ضد مظاهرې وشوې


Archive
Archive
په سلګونو افغانان د دغه هیواد د کنړ په ولایت کې لارو کوڅو ته راوتلي وو او د پاکستان پرضد یې مظاهرې کولې.

مظاهره چیانو د پاکستان بیرغ وسوځوی او د پاکستان پرضد یې شعارونه ورکول.

افغان او پاکستاني ځواکونو د افغانستان په ختیځ کې په سرحدي سیمه کې د سې شنبې په ورځ د ۵ ساعتونو دپاره نښته وکړه. په نښته کې یو افغان سرحدي پولیس ووژل شو او دوه تنه پاکستاني عسکر ټپیان شول.

افغان لاریون کونکو شعارونه ورکول چې خپل هیواد به په هر صورت کې ساتي.

په دې ورستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په شدت سره زیانمنې شوي دي.

افغانستان د پاکستان سره خپل سرحد په رسمیت نه پېږني. دغه سرحد چې د ډیورنډ د کرښې په نامه یادېږي په ۱۹ پیړۍ کې د بریتانیې له خوا ترسیم شوی دی. خو پاکستان بیا همدغه لیکه ددواړو هیوادونو ترمنځ سرحد ګڼي.


دغه انکشافات په داسي حال کې رامنځ ته شوي دي چې د جرمني پوځ وايي چې د افغانستان په شمال کې یې یو عسکر وژل شوی او بل یې ټپي شوی دی.
ددغه هېواد پوځ ویلي دي چې دغو سرتیرو د افغان ځواکونو په مشري د بغلان په ولایت کې په یوه عملیاتو کې برخه اخیستې وه چې د شنبې په ورځ د دښمن دخوا پرې برید وشو.

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې قواوو د هوايي ځواک مرسته وغوښته او د هوايي برید وروسته چې ځواکونو د سیمې تخریب ارزیابي کوی، یو سرتیري یې وویشتل شو او ووژل شو. پوځ ویلي دي چې دوي فکر کوي چې په پېښه کې څو تنه یاغیان هم وژل شوي دي.

د ناټو په مشري ایتلاف هم ویلي دي چې د افغانستان په شمال کې یې یو سرتیری وژل شوی دی خو په دې هکله یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جرمني دافغانستان په شمال کې حضور لري چې د نورو سیمو په پرتله نسبتا آرامه دی.
د شنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې هم د امریکا 7 عسکر ووژل شول.
XS
SM
MD
LG