د لاس رسي وړ اتصالات

پام وړ شمېر ځوانان ولایتي شوراګانو ته درېدلي


Archive
Archive
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د تېرو انتخاباتو په پرتله، په راتلونکو انتخاباتو کې، ولایتي شوراګانو ته د ځوان کاندیدانو په شمېر کې پام وړ زیاتوالی راغلی دی .

که د افغانستان د هرې ولایتي شورا د کاندیدانو لست ته ځېر شﺉ، په هرو پنځو تنو کې به مو لږ تر لږه دوه ځوان کاندیدان ترسترګو شي .

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره له دې چې د نويو کاندید شوو ځوانانو کومه ځانګړې شمېره نلري خو وايي چې ،ولایتي شوراګانو ته د ولاړو ځونانو شمېر د پام وړ دی.

دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور امریکا غږ ته وویل: ،، د تېرو انتخاباتو په پرتله سږ کال د ځوانو کاندیدانو او ځوانو رایه ورکونکو په شمېر کې پام وړ زیاتوالی راغلی او د ملاحظې وړ دی . په ټول هېواد کې ۲۷۱۳ کسانو ولایتي شوراګانو ته کاندیدان شوي ،،.

په کاندیدو شوو ځوانانو کې یې ډېری د تېرې یوې لسیزې روزل شوی ځوان نسل بلل کیږي،چې په خبره یې دوی تر نورو ډېر د افغانستان په روانو حالاتو او ستونزو د حل پر لارو چارو ښه پوهیږي.

د کونړ ولایتي شورا ته کاندیده روهینه مشواڼۍ وايي، د ښځو په وړاندې روان تاوتریخوالي او د هغوی حقونو ته نه پاملرنې، دا وهڅوله چې نومانده شي:،، د ښځو په وړاندې د روان تاوتریخولي لوړې کچې ته په کتو زه وهڅول شوم، چې کاندیده شم او ښځو ته کار وکړم، زه چې هر کور ته تللې یم، نجونو او ښځو هڅولې او تشویقه کړې یم،،.

پیغله مشواڼۍ ډاډه ده چې د خپل سیاسي ژوند پیل به د کونړ له ولایتي شورا څخه کوي .
پر خپلو ځوانانو باور ولرﺉ، دا د کابل ولایتي شورا ته د یو بل ځوان کاندید شعار دی .

میوند ناصري وايي، اوس د دی وخت رسیدلی چې د هېواد سیاسي چارې ځوانانو ته ورترغاړه شي : ،، زما اصلي هدف ځوان نسل او خپل هېواد ته خدمت کول دي، اوس د دې وخت راغلی چې ځوانان هېواد ته د خدمت مټې راونغاړي،،.

د سیاسي چارو ځیني پوهان سره له دې چې افغان سیاست تر ډېره د یوې خاصې کړۍ په لاسونو کې ګیر بولي، خو باور یې دا دی چې، ځوان نسل کولی شي، افغان سیاست له دغه اسارته وژغوري.

د ننګرهار پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي استاد هجرت الله اختیار وايي، د پخوانیو څېرو په پرتله پر تازه او نویو ټوکیدلو څېرو، د خلکو باور او اعتماد مخ په زیاتېدو دی : ،، په ځوانانو کې ډېری داسې کاندیدان شته چې خلکو او قومونو مخې ته کړي دي، یانې دا په دې مانا چې پر ځوان نسل د خلکو باور او اعتماد زیات شوی، خلک غواړي چې ځوانان ورته خدمت وکړي،،.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولایتي شورا ته هر کاندیدونکی باید ۱۸ کاله عمر ولري، افغان وي له ۱۲ ټولګي فارغ او د کومې محکمې له لوري په جنايي جرمونو تورن پېژندل شوی نه وي.

د افغانستان د ولسمشر او پارلماني ټاکنو ته نژدې یوه میاشت پاتې ده .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG