د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: د قران شریف د پېښې عاملینو ته به انظباطی سزا ورکړل شي


د امریکا یوه معتبره ورځپاڼه وایي چي امریکایي او افغان چارواکي چي تیره میاشت په افغانستان کي د ناتو په یوه اډه کی د قرآنونو د سوځولو تحقیقات کوي وایي چي دا پېښه « د یو لړ اشتباه گانو، غلط قضاوت او په اصولو باندي د سترگو پټولو په بنا را منځته شوې ده او د هغې مخنیوی کیدای شو.»

ددې پېښي نه وروسته په ټول افغانستان کي د امریکا په خلاف مظاهرې او بلواگاني وشوې چي لږترلږه ٣٠ کسه په کي وژل شوي او د امریکا او افغانستان تر منځ یې روابط په خطر کي اچولی دي.

د نیویارک ټایمز ورځپانی د یوه امریکاي مامور له قوله چي ددغو تحقیقاتو سره له نژدې تماس لري ویلي دي چي په دې پېښه کي شاملو لږتر لږه شپږو کسانو ته به انضباطي سزا گاني ورکړه شی چي هغوي امریکایي نظامي مشران، او یو امریکایي ترجمان دی.

ورځپاڼه وایي چي ددغو قرآنونو د سوځولو نه تقریبا یوه هفته مخکي د اردو چارواکو ته دا اندیښنه پیدا شوې وه چي د بگرام هوایي اډې ته نژدې په یوه زندان کي بندیان په پټه په هغو کتابونو باندي چي د هغه زندان په کتابتون کي دي لیکني کوي او هغه یوبل ته سره استوي.

د نیویارک ټایمز ورپاڼه دا رپوټ هم ورکوي چي دوو افغان ـ امریکایي ترجمانانو ته ویل شوي وو چي دغه کتابونه وپلټي او هغه چي امنیت ته خطر پیښوي یوې خواته کښیږدي. دغو ترجمانانو ١٦٥٢ کتابونه جلا کړل چی په هغو کي د قرآن کریم څو ټوکه او نور دیني آثار هم وو او برسیره په دې دداستانونو او اشعارو کتابونه هم په کي شامل وو.

د نیویارک ټایمز ورځپانه د یوه امریکایي چارواکي له قوله چي ددغو گډو تحقیقاتو سره ارتباط لري وایي چي کیداي شول دغه کتابونه وساتل شي نه دا چي اور ور واچول سي.

XS
SM
MD
LG