د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: ٢٠١٠ افغانستان کې تر ټول خونړی کال دی


رپوټ: ٢٠١٠ افغانستان کې تر ټول خونړی کال دی
رپوټ: ٢٠١٠ افغانستان کې تر ټول خونړی کال دی

په افغانستان کی د بشر د حقوقو یوه سیمه ایزه اداره وایی چی په افغانستان کی ٢٠١٠ م کال تر ټولو خونړئ کال و ، په دی کال کی تر اوسه پوری د زرو نه زیات ملکی کسان وژل شوی دی.

د بشري حقوقو د څارنې (Rights Monitor) په نامه اداری نن وویل چی په افغانستان کی د امریکا په مشرۍ د ناتو د قواوو زیاتوالي د طآلبانو بغاوت ضعیف نکړ بلکه هغوی یی نور هم با جریُته کړل چی فکر کوی د دی قواوو د وتلو مخکی به دا د هغوی وروستۍ حملی وی .

دغی اداری په خپل رپوټ کی لیکلی چی د زرو تنو نه زیات کسان چی د سږکال په لومړیو کی وژل شوی دی شپیته فیصده یی د یاغیانو په حملو کی وژل شوی چی اکثره یی د سړک د غاړی د بم په چاودنو کی وژل شوی دی.

دغه اداره زیاتوی چی نړیوالی قواووی د شل فیصده ملکی وگړو د وژلو مسؤلیت په غاړه لری چی د تیرکال په نسبت دغه شمیره کمه شوی ده.

دا داداره وایی چی د ملکی وگړو د مرگ ژوبلی د کمیدو علت دا دی چی تیر کال د امریکا او د ناتو د قواوو پخوانی قوماندان جنرال ستینلی مک کریستل د امر له مخی د ناتو د قواوو هوایی بمبارۍ کمی شوی وی.

د ارم په نامه دی اداری د جون په میاشت کی تر ١٢٠٠ پوری د تشدد وقعات ثبت کړی وو.

تیره میاشت هم په افغانستان کی د ناتو د قواوو لپاره ډیره خونړۍ میاشت وه ، په دی میاشت کی د هغوی سل تنه عسکر وژل دی.

XS
SM
MD
LG