د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او د سیمې هیوادونه د ګډې همکارۍ هوډ وکړ


افغانستان او سیمه ایزو هیوادونو پر دې هوکړه کړې ده چې په ګډه به د ترهګرۍ او نشه ايي موادو د قاچاق پرضد مبارزه کوي او د اقتصادي پرمختیا په برخو کې به همکار کوي. دا اقدام په یوې داسي سیمې کې کېږي چې د هیوادونو ترمنځ په سیالۍ مشهوره ده.

پرون د پنجشبنې په ورځ د افغانستان حکومت د آسیا د زړه د هیوادونو په نامه د کنفرانس کوربه توب وکړ چې په کښي د څورلسو آسیايي هیوادونو لوړ پوړو استاځو ګډون کړی وو.

د غونډې مسایل چې پرې بحث وشو، نوي مسایل نه وو خو هغه څه چې نوي وو دا و چې د غونډې ګډونوالو هیوادونو پر دې هوکړه وکړه چې د یوه ټیم په څیر به هڅه کوي چې هغه ستونزو ته حل لارې پیدا کړي چې دوي ټول یې د ګواښ سره مخامخ کړي دي. هیله دا ده چې سیمه ایزه همکاري به د هیوادونو ترمنځ اطمینان رامنځ ته کړي او د لیسزو عدم اعتماد به له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG