د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د الوتکو د کباړولو په باب د سیګار رپوټ ناسم بولي


کابل هوایي ډګر (ارشیف)

کابل هوایي ډګر (ارشیف)

د افغانستان د دفاع وزارت د کابل په هوایي ډګر کې د څلورسوه شپږ اتیا میلونو ډالرو په ارزښت د امریکا د پوځ له خوا افغان پوځ ته د اخستل شویو شپاړلس ترانسپورټي الوتکو د کباړ کیدلو په باب په افغانستان کې د بیارغونې په چارو کې د امریکا د لګښتونو د ارزوني د ادارې "سیګار" رپوټ ناسم بللی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت یو ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل چې ددغو الوتکو قرارداد امریکا کړی وو چې د الوتکو د زړښت له امله بیرته دا قرارداد فسخ شو.

جنرال وزیري وویل " افغانستان پورې هیڅ ارتباط نلري هغه الوتکي که چا وړي دي که چا پرزه کړي دي ټول هرڅه یې په امریکا پورې تعلق لري".

جنرال وزیري وویل چې د امریکا متحده ایالاتو د افغان پوځ لپاره د ایټالیا نه شل سي اوویشت ډوله ټرانسپورټي الوتکي اخیستی وې چې شپاړس الوتکي یې افغانستان ته هم راوړل شوې وې، خو د الوتکو د زوړوالي له امله د استفادي وړ نه وې .

‎هغه وویل" شپاړس یې افغانستان ته راغلې وې هغه زړي الوتکي وې، پرواز یې نشو کولای استفاده ترې نه کیدله افغانستان هغه مسترد کړې بیا امریکا متحده ایالاتو هغه قرارداد فسخ کړ".

خو په افغانستان کې د بیارغونې په چارو کې د امریکا د لګښتونو د ارزوني ادارې سیګار په یو تازه بیان کې ویلي دي چې د افغانستان د هوايي پوخ لپاره دا شپاړس ترانسپورټي الوتکې پرزه شوي او ټولې په ډیره ارزانه بیه پلورل شوي دي.

په دې اړه په افغانستان کې د بیارغونې په چارو کې د ا مریکا د لګښتونو د ارزوني ادارې د امریکا د دفاع وزارت له چارواکو نه د یو لیک په ترڅ کې شکایت کړی دی.

سیګار وایي چې دغه الوتکي په څلورسوه شپږ اتیا میلونو ډالرو اخستل شوي وې خو اوس یې د پرزو هر پاو په شپږ سنټه پلورل شوي چې په مجموعي ډول د ټولو پرزو بیه ۳۲ زره ډالره کیږي.

د سیګار سر مفتش جان سوپکو په یوه لیک کې د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل ته هم دا ممسله یاده کړې ده.

تر اوسه د امریکا پوځ د سیګار دغه نوي رپوټ ته ځواب نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG