د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستانه ستانه شوي کډوال د ستونزو سره مخ دي


د مولوي ګلا خان کورنۍ له مجبورې ورځې په یوې چاردیوالۍ ور ننوتې ده
د مولوي ګلا خان کورنۍ له مجبورې ورځې په یوې چاردیوالۍ ور ننوتې ده

مولوي ګلا خان تازه له پاکستانه راستون شوی خو د کور په ځای له مجبورې ورځې په یوې چاردیوالۍ کې یې کډه اړولې ده. د اوسېدو خونې نه لري، نو ځکه له خپلو ماشومانو سره د یوې ونې سیوري ته راټول شوي دي.

په افغانستان کې دغو کډوالو ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې هم نه دي برابرې. اکثرو خلکو د پردو په کورنو او ان شاړو ډاګونو کې اړولي دي.

افغان کډوال که د پاکستان حکومت په زوره له هغه هېواده ویستلو ته اړیستي نو افغانستان ته یې د کډو کول هم له بلا ننګونو سره ملګري دي.

ختیځ ننګرهار هغه ولایت دی چې په تورخم له راوښتونکو کډوالو ډېر یې همدلته دېره کېږي.

د ګلا خان کورنۍ یوه میاشت وړاندې د داسې حالت اټکل نه شوای کولی. ماشومانو یې په ښوونځي کې لوست او لویان یې د خوارۍ غریبۍ پسې وو،خو افغانستان ته راوښتو سره یې ژوند بیخي بله بڼه خپله کړې ده.

ګلاخان چې له پېښوره راستون شوی او د لاچي ونې سیوري ته د کور له نورو غړو سره ناست دی وايي:"بس دلته ناست یو، سره غرمه دi او دشپې مو هم خوب نه دی، یو ځای کې مار وژنو بل ځای لړم،خوراک، څښاک هیڅ نه رارسېږي."

صاحبزاده د مردان له سیمې یو بل راکډه شوی کډوال دی، په یوه چوپړۍ کې څلور کډې اوسېږي او که پرې باران شي نو د سر سیوری یې ورکېږي. نوموړی وايي:

"بس مونږ په تمه و چې دولت به راسره مرسته وکړي،خو هیڅوک مو پوښتنه نه کوي، اولني خلک تاسې یئ چې راغلئ او زمونږ حال مو واخیست"

صاحبزاده وایي ځکه یې له پاکستانه پښې سپکې کړې چې هلته پرې د ظلم او زیاتي حد انتها ته رسېدلی و.

د ملگرو ملتونو د شمیرو له مخې د ۲۰۱۶ د پیل راهیسې تر ۱۸ زره افغان کډوال په پخپله خوښه له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره هغو کورنیو ته چې افغانستان ته ستېږي او د مهاجرت کاروتونه لري، څلور سوه امریکايي ډالر ورکوي،خو هغوی چې بې کارته دي ډېره برخه یې تش لاس خپل هېواد ته راستنېږي.

افغانستان ته راستنېدونکي کډوال له حکومت او نړیوالو خیریه ادارو د سر سیوری غواړي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي اداره یې د کډوالو له راستنېدو سره په ستونزو کې ده،خو هغه پلاوی چې له کابله ورغلی، د راستنېدونکو لپاره یې د نوي ښارګوټي د جوړېدو ژمنه ورکړې ده .

د ملگرو ملتونو د شمیرو له مخې په ٢٠١۴ کال کې شاوخوا ۱۶ زره، په ۲۰۱۵ کې شاوخوا ۵۹ زره او د ۲۰۱۶ د پیل راهیسې تر ۱۸ زره افغان کډوال په پخپله خوښه له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG