د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان امنیتي قواوو په اړه د اکسفام د مؤسسې اندیښنې


د افغان امنیتي قواوو په اړه د اکسفام د مؤسسې اندیښنې

د افغان امنیتي قواوو په اړه د اکسفام د مؤسسې اندیښنې

د اکسفام خیریه مؤسسه وایي چې د افغانستان د ملي پولیسو او ملي پوځ په اړه اندیښنه لري چې د بشري حقونو نه به سرغړاونې وکړي.

د اکسفام په نامه نړیواله خیریه مؤسسه وایي وړاندې تر دي چې د همدې کال په پای کې د ناټو قواوې د افغانستان امنیتي قواوو ته د امنیت ساتلو چاري وسپاري، پکار ده چې د افغانستان د امنیتي قواوو لخوا د بشري حقونو د پایمالیدو د مخنیوي لپاره نور ډیر کارونه او اقدامات وکړي.

د اکسفام خیریه مؤسسې په یوه رپوټ کې ویلي دي چې د افغانستان د پوځ او عسکرو د مسلکیتوب او حساب ورکونې په اړه جدي اندیښنې لري.

دغې ادارې همدارنګه ویلي دي دا جدي خطر شته دی که چیرته د حساب او کتاب کافي مقررات وضع نشي نو د افغانستان په پوځ او پولیسو کې به د بشري حقونو نه د سرغړاونې موارد هم زیات شي.

د اکسفام په رپوټ کې د افغانستان په امنیتي قواوو باندې تور لګیدلی دی چې د عامو خلکو سره یې ناوړه چلند کړیدی. هغوي یې بې ځایه وژلي او شکنجه کړیدي، همدرانګه یې ماشومان پخپلو لیکو کې استخدام کړیدي او په هغوي یې جنستي تیری هم کړیدی.

رپوټ دا هم وایي چې د پوځ او پولیسو افسرانو په زندانانو کې یې د عامو خلکو سره ناوړه رویه کړیده.

د اکسفام مؤسسې په رپوټ کې همدارنګه ویل شویدي 2 زره 7 سوه او 77 ولسي خلک چې تیر کال په افغانستان کې وژل شویدي، لس په سلو کې دغه کسان د افغانستان د امنیتي قواوو لخوا وژل شویدي.

دغې مؤسسې همدرانګه د ناټو قواوو هم پدې ملامتې کړیدي چې د افغانستان د پوځ او پولیسو د کمیت زیاتولو ته یې زیاته پاملرنه کړیده خو د هغوي کیفیت یې له پامه غورځولی دی او وړاندې وایي چې د اټکل له مخې څلویښت زره افغان ملي پولیسو ته بیخې روزنه ورکړل شوې نده.

د ایتلافي قواوو یوه ویاند امریکا غږ ته ویلي دي چې ناټو د خپلو افغان ملګرو سره په دوامداره توګه کار کوي چې د هغوي روزنه او کاري ظرفیتونه لوړ کاندي تر څو هغوي پدې وتوانیږي چې د افغانستان د ولس امنیت په ښه شان سره وساتي.

د افغانستان حکومت تر دې دمه د دغه رپوټ په اړه کومه تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG