د لاس رسي وړ اتصالات

درې افغانان د رومانيايانو د وژلو په تړاو ونیول شول


د افغان پولیسو په جامه کې دوو کسانو د شنبې په ورځ پر نړیوالو ځواکونو برید وکړ
د افغان پولیسو په جامه کې دوو کسانو د شنبې په ورځ پر نړیوالو ځواکونو برید وکړ

د رومانیا د دفاع وزیر وايي چې درې افغانان یې د دوو رومانیایانو د وژلو په تړاو نیول شوي او پوښتنې او تحقیقات ترې پیل شوي دي.

د رومانیا د دفاع وزیر میهني موټاک د دوشنبې په ورځ وویل، چې دغو رومانیایانو افغان ځواکونه روزل، چې افغان پولیسو پرې برید وکړ، دوه کسان یې ووژل او یو بل یې ژوبل کړ.

پېښه د شنبې په ورځ کندهار ته نژدې په یو روزنیز مرکز کې وشوه.

د اسوشیټډ پرس اژانس وايي په غالب ګمان بریدګر" افغان پولیس" وو، وزیر موټاک وویل چې نورو رومانیايي سرتېرو بریدګر ځای پر ځای ووژل. د نیول شویو دوو کسانو په اړه نور معلومات ورکړل شوي نه دي.

د کندهار امنیتي چارواکو پرون امریکا غږ ته وویل چي د پوليسو دخاصو قواوو د یوه منصبدار او رومانیايي پوځيانو ترمنځ نښته د لفظي شخړې پر سر وشوه.

د کندهار د امنیه قومندانۍ سکرتر لمړي څارن غورځنګ افریدي "زموږ لمړني پلټنې ښيي چي ستونزه کوم سیاسي اړخ نلري او یوازي د انضباطي اصولو پر سر د رامنځ ته شوي لفظي شخړي پايله ده" .

د رومانیا د دفاع وزیر میهني موټاکل له خپل ولسمشر، کلاوس ایهونیس، نه وغوښتل چې دوو وژل شویو سرتیرو ته دې د رومانیا "ستوری مډال " ورکړي.

د همدغې پېښې په ورځ په افغانستان کې د قاطع ملاتړماموریت یوه اعلامیه خپره کړه او وویل، چې د پښې په اړ یې له افغان ځواکونو سره په ګډه پلټنې پیل کړي دي.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي وو، چې له دې هر څه سره سره به نړیوال ځواکونه د افغان ځواکونو روزل او هغوی ته سلامشورې ورکول روان ساتي.

په ناټو کې د رومانیا د پلاوي د وېپاڼې د معلوماتو په اساس دغه هېواد د قاطع ماموریت د ملاتړ په چوکاټ کې په افغانستان کې ۶۵۰ سرتيري لري، چې افغن ځواکونه روزي او هغوی ته سلا مشورې ورکوي.

XS
SM
MD
LG