د لاس رسي وړ اتصالات

روسيې سفارت: طالبانو سره تماسونه هغوی ته مشروعیت نه ورکوي


کابل کې د روسیې سفارت وايي را روانه پنجشنبه به د افغانستان د ملي امنیت مشر مسکو ته ځي
کابل کې د روسیې سفارت وايي را روانه پنجشنبه به د افغانستان د ملي امنیت مشر مسکو ته ځي

افغان او روسیي چارواکي وایي چې ټاکل شوې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر به را روانه پنجشنبه مسکو ته ولاړ شي.

چاروکي وايي ښاغلی اتمر به د روسیي د ملي امنیت له سلاکار، د بهرنیو چارو او د دفاع وزیرانو په ګډون د دغه هیواد له لوړ پوړیو چارواکو سره په افغانستان کې د سولې او پخلاینې، امنیت او کابل-مسکو ترمنځ د اړیکو په پراختیا خبرې وکړې.

په کابل کې د روسیې سفارت هم د ښاغلي اتمر دا سفر تاید کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ امریکا غږ اشنا ته وویل "محورونه ددې رسمي لیدنې اول د ترهګرۍ سره مبارزه، دوهم د مخدره توکو د قاچاق او تولید مخنیوی او درېیم په افغانستان کې سولې ټینګیدلو په برخه کې د دواړو هیوادونو په نظریاتو کې نږدیوالی او د دواړو هیوادونو ترمنځ نظامي او تخنیکي همکاري جوړوي".

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار له دغه سفر وړاندې تیره میاشت د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم مسکو ته سفر کړی و او روسي چارواکو سره یې د افغانستان پر مسئلې خبرې کړې وې.

روسیې د تیرکال د ډسمبر له میاشتې راهیسې د افغانستان په هکله دوه مشورتي غوڼډې جوړې کړي، چې لومړۍ غونډې ته یې افغان حکومت نه و بلل شوی.

روسیه او طالبان

افغان حکومت په مسکو کې د افغانستان په هکله د مشورتې غونډو جوړیدو ته د شک په سترګه ګوري، د طالبانو له ډلې سره د مسکو د اړیکو څخه خوشاله نه دی او دا ګڼي چې دا تماسونه طالبانو ته د سیاسي مشروعیت د ورکولو لپاره ترسره کیږي.

خو روسیه وایي طالبانو سره یې اړیکې په افغانستان کې د خپلو دیپلوماتانو د خوندیتوب لپاره د اقداماتو یوه برخه ده.

په کابل کې د روسیې سفارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې طالبانو ته د مشروعیت د برابرولو په باب په رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه رد کړي دي.

ددغه سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو او ځینو افغان چارواکو هغه څرګندونې سمې نه دي چې په کې د روسیې له خوا طالبانو ته د مشروعیت لپاره مرستې برابریږي.

اعلامیه وايي " دا تماسونه په افغانستان کې د روسيې اتباعو د امنیت د خوندیتوب لپاره وو او د افغان حکومت په مشرۍ د سولې او پخلاینې بهیر سره د طالبانو د یوځای کیدو د هڅونې لپاره دریو اصولو ته په پاملرنې چې د اساسي قانون منل، وسله پر ځمکه ایښودل او د داعش، القاعدې په ګډون د ټولو تروریستي ډلو سره د اړیکو پرې کول په کې شامل وو نیول شوي دي".

روسيې طالبانو سره خپلې اړیکې محدودې اړیکې ګڼلي او ویلي دي چې ګمان نه کوي دا اړیکې به دغې ډلې ته مشروعیت ورکړي، بلکې د روسيې د سفارت د اعلامیې له مخې افغان حکومت له وړاندې طالبانو ته د یوې موازي ډلې په توګه مشروعیت ورکړی او ورسره یې په ۲۰۱۵ کال کې خبرې هم کړي دي.

د روسیې د سفارت په اعلامیه کې د دغه هیواد له خوا طالبانو ته د وسلو، پیسو او د افغانستان په دننه کې د هغوی د روزلو لپاره د رونیزو مرکزونو د جوړولو په هکله په ځینو رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه هم ناسم ګڼل شوي دي.

د کابل- مسکو اړیکې

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان دا ګڼي چې روسیه د طالبانو پر ځای افغان حکومت سره همکارۍ ته چمتو ده، خو په دې شرط چې د روسیې سره د افغان حکومت د همکارۍ څخه امریکا اوناټو هم ملاتړ وکړي.

د پوهنتون یو استاد خلیل الرحمان سروري وایي، روسیه د وسله والو ډلو پرځای د دولتونو ترمنځ اړیکو ته ترجیع ورکوي.

ښاغلي سروري وویل "خو یو دریځ چې افغان حکومت ته په کار دی هغه دادی چې ایا هغه څه چې افغان حکومت یې ترسره کوي د ناټو او د امریکا د متحده ایالاتو سره په هماهنګۍ کې دي او که نه".

د پوهنتون دا استاد وایي، که افغان حکومت په خپلو پریکړو کې د امریکا او ناټو ملاتړ ولري نو بیا روسیه به د طالبانو پرځای افغان حکومت سره مرستې ته راودانګي.

د افغانستان د سیاسي چارو یو بل کارپوه بشیر بیژن وایي چې افغان حکومت ته په کار دي چې د روسیې او امریکا ترمنځ په اړیکو کې انډول وساتي.

ښاغلي بیژن وویل " له هغې پرته د غبرګون پر بنیاد او د پټو سترګو سیاستونه، چې په تیرو پنځوس کالو کې یا د امریکا او یا هم د روسیې لپاره د یوې وسیلې په توګه کارونه وه، د همغه حالت دوام به وي ".

روسیې طالبانو سره د خپلو اړیکو په اړه دا سپیناوی په داسې حال کې کړی چې د ژمي په پای ته رسیدلو او د پسرلي په راتللو سره یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړو د پراخیدو په اړه د دغه هیواد د خلکو اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.

XS
SM
MD
LG