د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د مسکو غونډې ته لوړ پوړی پلاوی استوي


د افغانستان په اړه د اپریل ۱۴مه غونډه جوړیږي
د افغانستان په اړه د اپریل ۱۴مه غونډه جوړیږي

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د مسکو غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزات د مرستیال او یا رئيسانو په کچه هیات استول کیږي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د اپریل میاشتې په ۱۴مه نیټه د روسیې په کوربه‌ توب په مسکو کې څو اړخیزه غونډه جوړه شي.

شاه حسین مرتضوي وویل چې افغانستان به په دغې غونډه کې ګډون وکړي او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان له ګډون پرته د داسې غونډو جوړول مثبته نتیجه ورنکړي.

هغه وویل "هره غونډه چې د افغانستان په اړه وي، د افغانستان استازی باید په کې وي، د افغانستان په غیابت کې هیڅ هېواد نشي کولی چې زموږ په اړه تصمیم ونیسي او د همدې لپاره ده چې افغانستان د مسکو غونډې ته پلاوی لیږي، دغه پلاوی به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او یا رئيسانو په کچه وي".

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه افغانستان هڅه کوي چې په دغه هیواد کې د سیمې او نړۍ د هیوادونو د تقابل پر ځای د ټولو هیوادونو ګټې سره غوټه کړي.

خو د افغانستان ولسي جرګې ځیني غړي وايي، چې افغانستان باید په لوړه کچه او قوي دریځ په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون رئیس زمرک پادخوابي امریکا غږ ته وویل "دغه غونډه زما په نظر چې په لوړه کچه په کې ګډون شوی وی او یو تضمین په کې موجود وی، چې هر وخت او په هر ځای کې ناتسې کیږي، چې مثبته نتیجه ورکړي، زما په نظر باندې دا به ډیر مُفید نه وي".

ښاغلي پادخوابي وویل، اکثره وخت په دغه ډول غونډو کې ګډون کوونکو هیوادونو خپلې غوښتنې د افغانستان پر حکومت او ولس باندې تحمیل کړې دي.

خو د نړیوالو اړیکو ځیني کارپوهان د مسکو غونډه د افغانستان لپاره ګټوره ګڼي او وايي، چې افغانستان باید په دې غونډه کې د یو اصلي لوبغاړي په توګه ګډون وکړي او د افغانستان په استازیتوب د نورو ډلو ټپلو ګډون تر خپل سیوري لاندې راولي.

د پوځي او نړیوالو اړیکو د چارو کارپوه امین‌الله حبیبي امریکا غږ ته وویل "افغانستان باید دا ټینګار وکړي او کلک ودریږي، چې یعنې د افغانستان مشروع حکومت اصلي لوبغاړی دی او پرینږدي چې دا هیوادونه نور کسان یا نورو ډلو ته مشروعیت ورکړي او په افغانستان کې یې د اصلي لوبغاړي په توګه میدان ته کړي."

د مسکو په غونډه کې پر افغانستان سربیره امریکا، چین، هند، ایران، پاکستان او د مرکزي آسیا یو شمیر هیوادونو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

خو امریکا له وسله‌والو طالبانو سره د مسکو پر اړیکو اندیښنه لري او په دې غونډه کې یې د ګډون او نه ګډون کولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

افغان حکومت هم ټینګار کوي، چې د سیمې د هیوادونو ترمنځ اړیکې باید د دولتونو ترمنځ وي او د افغانستان د دولت له مخالفینو سره د هیوادونو هر ډول اړیکې چې په هر نیت وي نه یوازې له سولې او ټیکاو سره به مرسته ونکړي، بلکې د سیمې لپاره به په یو بل ګواښ بدل شي.

XS
SM
MD
LG