د لاس رسي وړ اتصالات

کابل، تهران او مسکو پر مخدراتو، ترهګرۍ خبرې کوي


د دریو هیوادونو چارواکي وايي د ترهګرۍ او مخدراتو له اړخه له ګډو ګواښونو سره مخامخ دي
د دریو هیوادونو چارواکي وايي د ترهګرۍ او مخدراتو له اړخه له ګډو ګواښونو سره مخامخ دي

د افغانستان، روسیې او ایران د ملي امنیت شورا چارواکو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه ناسته کې د ګډو امنیتي همکاریو، په سیمه کې د تروریزم پر ضد مبارزې او د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخو کې د ښې همغږۍ د رامنځ ته کولو پر سر خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وویل "په دې کنفرانس کې به ټول هغه امنیتي وضاحتونه چې دا درې هیوادونه یې په خپل منځ کې لري رامنځ ته شي او د دې ناستې یو اصلي هدف هم دا دی، چې اړتیا وه تر څو د درې واړو هیوادونو تر منځ د امنیتي مسائلو په اړه ځینې وضاحتونه رامنځ ته شي نو له دې امله به مفصل او مشخص بحثونه چې د دغو دریو هیوادونو د ملي امنیت پورې اړه لري په دې ناسته کې مطرح شي".

ښاغلي غورځنګ وویل چې د دریو هیوادونو د پولو د امنیت د خوندیتوب په هکله هم خبرې وکړې.

ښاغلي غورځنګ د دې درې اړخیزې ناستې په اړه زیات جزئیات ور نه کړل خو ویې ویل چې نننۍ ناسته د هغې درې اړخیزې ناستې په دوام جوړه شوې چې په ۲۰۱۲ کال کې د ایران په پلازمینې کې جوړه شوې وه.

کارپوهان په دې باور دي چې د دریو هیوادونو تر منځ ګډه همغږي او همکاري به په سیمه کې د زیاتو مثبتو بدلونونو لامل شي.

د پوځي او سیاسي چارو کار پوه امین الله حبیبي امریکا غږ ته وویل چې په سیمه کې ناامني او د نشه يي توکو تولید او قاچاق نه یواځې افغانستان بلکې روسیې او ایران ته هم لوی ګواښ دی، چې دا هیوادونه یې اندېښمن کړي دي.

هغه وویل "ایران ډیرې ستونزې لري د نشه يي توکو او معتادینو له پلوه، تقریباً ۴ میلون کسان په ایران کې معتاد دي، روسیه هم په دې برخه کې ډیرې ستونزې لري، همدارنګه د تروریزم له پلوه هم روسیه او هم ایران مشکلات لري او که دا درې هیوادونه له یو بل سره همکاري وکړي زه فکر کوم، چې په منطقه به کیدای شي ډیر تغیرات راشي".

امین الله حبیبي زیاته کړه چې ایران او روسیه له افغانستان سره د اطلاعاتو د شریکولو او تخنیکي مرستو له لارې په سیمه کې د تروریزم او نشه يی توکو پر وړاندې مبارزه کې اغیزمنه همکاري کولی شي.

خو ښاغلي حبیبي ټینګار وکړ چې افغان حکومت باید په خپل بهرني سیاست کې د افغانستان د لویدیځو استراتیژیکو ملګرو او ګاونډیو هیوادونو تر منځ یو داسې انډول وساتي چې د ټولو لپاره د منلو وي.

XS
SM
MD
LG