د لاس رسي وړ اتصالات

مستغني: د مسکو غونډه د سولې لپاره بدیله لار نه ده


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب احمد مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات خبر ورکوي چې د افغانستان د حکومت استازی د روسیې په کوربتوب د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني د پنجشنبې په ورځ [اپریل ۱۳] په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د مسکو غونډه به د افغانستان د سولې د پروسې بدیله لار نه وي.

په پام کې ده چې سبا چهارشنبې [اپریل ۱۴] د پاکستان، ایران چین او یو شمېر نورو هېوادونو استازي د روسیې په مرکز مسکو کې د افغانستان د حالاتو په اړه غونډه وکړي.

مستغني وویل: "موږ پخوا هم ټینګار کړی چې یواځې د دولتونو ترمنځ د همکارۍ، مناسباتو او اړیکو له لارې کیدای شي چې په سیمه کې د ګډو ستونزو په مقابل کې مبارزه وکړو."

د مسکو په غونډې کې د افغانستان په نمایندګي به ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس، محمد اشرف حیدري ګډون وکړي.

د طالبانو موقف

وسله وال طالبان وایې چې د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي، امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې د مسکو غونډې جوړونکو د خپلې سیاسي اجنډا له مخې یاده غونډه رابللې ده.

مجاهد ټینګار کړی چې د مسکو غونډه په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو لپاره نه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې چې استازی به یې د مسکو په غونډه کې طالبانو ته په خطاب کې ووایې چې جګړه د حل لار نه ده.

XS
SM
MD
LG