د لاس رسي وړ اتصالات

کابل وايي له مسکو سره یې اړیکې د ملي او متقابلو ګټو پر بنسټ دي


افغان حکومت روسيې سره د خپلو اړیکو په اړه سپیناوی کړی
افغان حکومت روسيې سره د خپلو اړیکو په اړه سپیناوی کړی

د افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره د روسیې د اړیکو او همکاریو په اړه د افغان حکومت د ځینو چارواکو او د دغه هیواد د پارلمان د یو شمیر غړو له څرګندولو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دغو څرګندونو ځان څنډې ته کړی او د روسیې په هکله یې د هغوی څرګندونې د افغان حکومت د پالیسۍ بهر ګڼلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي له یو ګاونډې هیواد – پاکستان - پرته یې اړیکې له نورو سیمیزو او نړیوالو هیوادنو سره ښیې دي او توانیدلی چې د سترو سیمه ایزو مسلو په هکله سیمه ایزه اجماع رامنځ ته کړي چې روسیه هم ورڅخه ملاتړ کوي.

وزارت هغو کسانو ته چې روسیې ته یې د طالبانو نه د ملاتړ ګوتې نیولي، ویلي "د دوو دولتونو ترمنځ اړیکې د مخامخ، جوړونکو او پر دوه اړخیزو شفافو اړیکو ولاړې دي او د همدې له امله د اشخاصو د هغو څرګندونو څخه چې په ازاده فضا کې یې څرګندوي زیان نه ویني، ځکه چې د ډیپلوماسۍ دستګاه (د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت) د یوې دولتي ادارې او د افغانستان د یواصلي بنسټ په توګه په منظم او مستقیم ډول د خپل هیواد نظریات خپلو نړیوالو شریکانو او سیالانو ته رسوي".

کابل له مسکو نه په ځانګړې توګه د مخدره توکو په خلاف د مبارزې په لړ کې د همکاریو له کبله ستاینه کړې ده.

د طالبانو ملاتړ

افغان حکومت دا اعلامیه په داسې حال کې خپروي چې په دې وروستیو ورځو کې افغان چارواکو په پرله پسې ډول له طالبانو سره د روسیې او پاکستان د پوځ د ګډې همکارۍ په باب څرګندونې کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د افغانستان له سرحدي سیمو د روسیې او پاکستاني پوځیانو د لیدنې په اړه د ځینو رسنیو خپاره شوي رپوټونه هم تائید کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري خبریالانو ته ویلي "د روسیې پلاوی چې پاکستان ته تللی، ټوله دنیا پرې خبره ده، زه هم پرې خبر یم، ویل کیږي چې د روسیې د ځواکونو د لوی درستیز مرستیال پاکستان ته تللی او حتی چې میرانشاه ته یې سفر هم سفر کړی دی ".

خو په کابل کې د روسیې سفارت د طالبانو سره د دغه هیواد د پوځیانو د لیدو کتنو په باب د افغان چارواکو ادعا ناسمه ګڼلې ده.

د روسیې سفارت په اعلامیې کې راغلي چې دا ټول "بي اساسه تورونه، ګنګوسې او خام خیالونه" دي.

له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا اعلامیه په داسې حال کې خپروي چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ په مسکو کې د افغانستان په هکله د دولسو هیوادونه یوه غونډه جوړه شي.

افغان حکومت ویلي چې دغې غونډې ته به د بهرینو چارو د وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته واستوي.

روسیې، امریکا ته هم په دې غونډې کې د ګډون بلنه ورکړې، خو امریکایي چارواکو ویلي چې په دې غونډه کې به ګډون ونه کړي.

په مسکو کې د افغانستان په اړه په دې کنفرانس کې پاکستان، ایران، هند، چین او د منځنۍ اسیا هیوادونه هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG