د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: د ډیورنډ د کرښې په اړه یوازې افغان ولس پریکړه کولی شي نه حکومتونه


احمد شکیب مستغني وایي، افغان او پاکستاني چارواکو په هیڅ غونډه کې د ډیورند د کرښې په تړاو بحث او خبرې نه دي کړي
احمد شکیب مستغني وایي، افغان او پاکستاني چارواکو په هیڅ غونډه کې د ډیورند د کرښې په تړاو بحث او خبرې نه دي کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ له خوا د پوځي تحرکاتو او سرغړونو ته تر اوسه د ډپلوماټیکي چینلونو له لارې حل نه دی موندل شوی. د دغه وزارت د ویاند احمد شکیب مستغني پر وینا که دا سرغړونې همداسې دوام وکړي نو افغان حکومت به په دې هکله خپل ولس ته مراجعه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني په کابل کې خبریالانو ته د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې چې ښاغلي مستغني د فرضي کرښې په توګه یاده کړه د پاکستان د وروستیو تحرکاتو په تړاوو په غبرګون کې وویل چې دا تحرکات یو اړخیز دي.

ښاغلي مسغني وویل " د ډیورنډ د فرضي کرښې د مسلې په مطرح کولو سره پاکستان لوری د نړیوالې ټولنې د ذهنیت د بدلو لپاره هڅه کوي، د افغانستان اسلامي دولت ملت ته دا اعلانوي چې دا هڅې د هغوی د قوت نښه نه بلکې د کمزوزۍ نښه یې ده ".

ښاغلي مستغني وویل افغان حکومت له ډيپلوماټیکو لارو د دې مسلې د هواري لپاره یو لړ هڅې کړې چې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند پر وینا تراوسه دا هڅې بې پایلې پاتې شوي او پاکستان لا هم خپلو سرحدي سرغړونو ته دوام ورکړی دی.

احمد شکیب مستغني وویل "د پاکستان اقدامات یو اړخیز وو، له پاکستان سره په دوه اړخیزو او څو اړخیزو ناستو کې کومې ژمنې چې پاکستان کړې وې په هغو کې د پرمختګ شاهدان نه یو. که همدا سرغړونې دوام وکړي مونږ ملت ته مراجعه کوو، د ملت په غوښتنه زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته تیار دي".

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل په وروستیو کلونو کې پاکستاني نظامیانو په ننګرهار، کنړ، خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهار او زابل کې د ډیورنډ په کرښه پرله پسې سرغړونې کړي چې د کرښې دیخواته یې خلکو ته ماليي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا سرغړونې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ له خوا د توغندیو ویشتل، د ځمکنیو او هوايي مانورونو ترسره کول، د بندرونو تړل او د پوځي تاسیساتو جوړول وښودل.

ښاغلي مستغني وویل" افغان حکومت ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم شکایت کړی او کیدای شي دا شورا د پاکستان ددغو اقداماتو په اړه یو پرېکړه لیک صادر کړي".

ښاغلي مستغني وویل پاکستان تل د اعتراض په وخت خپل اقدامات توجیه کړي دي، خو د هغه پر وینا د پاکستان توجیه هیڅ د منلو وړ نه ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د افغان حکومت دریځ دا دی چې د ډیورنډ کرښه یوه تاریخي مسئله ده، ملي داعیه ده او هیڅ افغان حکومت د دې کرښې په تړاوو د پرېکړې صلاحیت نه لري. او یوازې د افغانستان خلک په دې هکله پریکړه کولی شي.

هغه دا هم وویل چې د افغانستان او پاکستان د چارواکو په هیڅ ناسته کې ددې کرښې په تړاو بحث او خبرې نه دي کړي.

ښاغلي مستغني وویل "د ملي امنیت د شورا د سلاکار حنیف اتمر او د پاکستان د صدراعظم د سلاکار سرتاج عزیز ترمنځ په وروستۍ ناسته کې چې په لندن کې وشوه د ډیورېنډ د کرښې په تړاوو بحث ندی شوی. هلته په درېیو مسئلو بحث شوی. د پاکستان په سرغړونو، د بندرونو په خلاصون او په هغه لست چې افغان لوري پاکستان ته د ترهګرو په تړاوو ورکړی وو".

پاکستان د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه رسمي کرښه ګڼي او وایي چې په دې هکله بحثونه پای ته رسیدلي دي.

همداشان پاکستان د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د افغانستان پر خوا د توپونو د ویشتلو په اړه ویلي چې د دغو بریدونو هدف هغه وسله وال جنګیالي دي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې تروریستي بریدونه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG