د لاس رسي وړ اتصالات

ارگ : د سرحدي دروازو تړل د ستونزو حل نه دی


پاکستان نن د جمعې په ورځ افغانستان سره خپل سرحد د نامعلومې مودې لپاره وتړه
پاکستان نن د جمعې په ورځ افغانستان سره خپل سرحد د نامعلومې مودې لپاره وتړه

د افغانستان جمهوري ریاست ماڼۍ د پاکستان د پوځ له خوا د دغه هیواد د سند په ایالت کې د ځانمرګي برید وروسته افغانستان سره په تورخم او سپین بولدک – چمن کې د دروازو تړل د ستونزې حل نه ګڼي او د تروریزم د ځالو په ړنګولو ټینګار کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان حکومت د اسلامي دولت یا داعش ډله د افغانستان او پاکستان د ګډ دښمن په توګه پیژني.

ښاغلي مرتضوي وویل " افغان حکومت داعش او نورې تروریستي ډلې د افغانستان او پاکستان د ګډو دښمنانو په توګه پیژني او ټینګار کوي چې د سرحدونو تړل د ستونزې حل نه دی، مونږ باید د تروریستي ډلو د ځالو په تړلو د دغې پدیدې پر وړاندې په مبارزه کې خپل صداقت او جدیت څرګند کړو".

د پاکستان د پوځ په یو بیان کې ویلي چې د امنیتي دلایلو له مخې افغانستان سره خپل سرحد په عاجله توګه تر بل امر پوري تړي.

د پاکستان د سند د ایالت په سهواڼ کې د لعل شهبازقلندر په زیارت باندې برید چې مسولیت یې د اسلامي دولت یا داعش دخراسان ولایت په غاړه اخیستی لږ ترلږه ۷۵ تنه وژلي او ۲۵۰ نور ټپیان کړي دي.

په روانه اونۍ کې د پاکستان په یو شمیر ښارونو کې په ځانمرګو بریدونو او چادونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډونپه لسګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د دغو بریدونو عاملین د پاکستان د دښمنو قوتونو کار ګڼل شوی چې د جنرال غفور د ادعا له مخې په افغانستان کې پټنځایونه لري.

په ننګرهار او کندهار کې سیمه ایز چارواکي وایي چې پاکستان سرحدي ځواکونو ورته تیره شپه ناوخته افغانستان سره د نامعلومې مودې لپاره د تورخم او سپین بولدک – چمن د سرحدي دروازو د تړلو خبر ورکړی وو.

نن دا دواړه دروازې د هرډول تګ راتګ پرمخ تړلي دي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني په یو بیان کې د لعل شهباز قلندر په زیارت برید غندلی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د پاکستان د سند ایالت د صوفیانو په یو زیارت د پروني برید د غندلو په ترڅ کې ویلي" چې صوفیان تل د سولې او ورورولۍ ترویج کوونکي دي او تروریستانو یو ځل بیا ثابته کړه چې هغوی په اسلامي او انساني ارزښتونو باور نه لري او دا اعمال یې په هیڅ دین او قانون کې نه توجیه کېږي".

د ارګ له خوا په یو خپور شوي بیان کې د جمهور رئیس غني له قوله وویل شوي چې جمهوررئیس غني په دې باور دی چې له تروریزم سره په مبارزه کې صداقت او اراده به د دې لامل شي چې دغه خطرناکه او شومه پدیده په هیڅ هېواد کې بشري ضد جنایتونو ته ادامه ورنه کړي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تل د سولې او ثبات د تامین او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپل صداقت ښودلی، ډېر کلونه کېږي چې ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي او هیله لري چې نور هېوادونه هم دتروریزم ضد مبارزه کې خپل صداقت په عمل کې وښيي.

XS
SM
MD
LG