د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په غزني کې ۵۰ په سلو کې ښوونځي تړلي دي


د امریکا یوه معتبره ورځپاڼه ریپوټ ورکوي چې طالبانو د افغانستان په جنوب ختیځ کې ۵۰ په سلو کې ښوونځي تړلي دي. د واشنګټن پوست ورځپاڼې ریپوټ ورکړی چې د طالبانو د روانې اونۍ دغه اقدام د حکومت د هغې پریکړې په مقابل کې غچ اخیستل دی چې د غزني ولایت په ولسوالیوو کې یې د موټر سایکلونو پر چلولو باندي بندیز ولګوی. په دغو سیمو کې ځانمرګي د موټر سایکلونو څخه کار اخلي چې پر ملکیانو او سیمه ایزو چارواکو باندي بریدونه وکړي.

د غزني والي د واشنګټن پوست ورځپاڼې ته وویل چې دغه بندیز یې ځکه لګولی دی چې پر خلګو باندي بریدونه کېدل او د هغو کسانو له خوا ترور کېدل چې پر موټر سایکل به سپاره و، برید یې وکړ او وبه تښتیدل.

ورځپاڼه لیکي چې دغه پریکړه چې امریکا او متحدینو یې ملاتړ کړی دی ، د افغانتسان د حکومت او طالبانو ترمنځ یې اوس مخامخ تماس ډیر کړی دی.

خو ورځپاڼه د افغان چارواکو له قوله لیکي چې د غزني ولایت ۳۶ زره زده کونکي روانه اونۍ ښوونځیو ته حاضر نه شول.

ورځپاڼه ریپوټ ورکوي چې په پلازمېنې کابل کې چارواکي وايي چې دوي تر هغه پوري چې سیمه ایز حکومت پر موټر سایکلونو باندي بندیز لیري نکړي ډیر لږ څه کولای شي چې په دغه ولایت کې ښوونځي بیا پرانیزي، خو ورځپاڼه لیکي چې که چیري بندیز لیري کړل شي نو دا به د طالبانو دپاره یو ډول بریالیتوب وي چې دا به د افغانستان حکومت او امریکا ونه مني.

واشنګټن پوست ورځپاڼه د افغان چارواکو له قوله لیکي چې دوي خوشبینه نه دي چې په دې برخه کې دي کومه چټکه حل لاره پیدا شي.

XS
SM
MD
LG