د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي وايي بغلان کې يې ۱۵۴ وسله وال وژلي


د ددفاع وزارت ویاند وايي چې په دغو عملیاتو کې لسګونه وسله وال ژوبل شوی هم دي.
د ددفاع وزارت ویاند وايي چې په دغو عملیاتو کې لسګونه وسله وال ژوبل شوی هم دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د بغلان په ډنډغوري او ډنډ شهاب الدین کې به تر هغې پوځي عملیات روان چې دا سیمې له طالبانو پاکې او له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا مزي بیرته له کابل سره وښلول شي .

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د بغلان په عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونه د عامو خلکو د خوندیتوب لپاره له درنو وسلو او هوايي ځواک څخه کار نه اخلي.

هغه وویل "طیارې نه هلته کار نه اخلو، د توپ نه کار نه اخلو، د ټانک نه کار نه اخلو فقط د دې لپاره، چې ملکي تلفات رامنځ ته نه شي. کوښښ کوو چې په تدبیر او احتیاط سره هلته مخالفین له منځه یوسو، چې ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین تصفیه نه شي، موږ هلته عملیات نه بس کوو او د دې لپاره چې د برق پایې جوړې نه شي موږ عملیات نه بس کوو. تر اوسه پورې د مخالفینو ۱۵۴ نفره وژل شوي، ۱۷۵ نفره یې زخمیان دي او څلور نفره موږ اسیر نیولي دي."

ملکي تلفات

تیره اونۍ په کابل کې د بغلان ولایت یو شمیر قومي مشرانو او مدني فعالانو په یوې غونډه کې خبریالانو ته وویل، په بغلان کې چې له دریو اونیو راپدیخوا کومه جگړه روانه ده په هغه کې ملکي خلکو او املاکو ته ډیر تاوان رسیدلی او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې دا عملیات ژر تر ژره ودروي.

خو د دفاع وزارت ویاند وویل، چې په بغلان کې د طالبانو ماته په شمالي ویلایتونو کې د دغې ډلې د ماتې په معنی ده او زیاته یې کړه چې ځینې طالب پلوه کړۍ هڅه کوي چې د طالبانو په ګټه تبلیغات وکړي او دا عملیات له ناکامۍ سره مخ کړي.

دغه راز، جنرال وزیري وویل، چې په افغانستان کې داعش له ماتې سره مخ شوی او د دغې ډلې هغه پلانونه، چې غوښتل یې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره لوی مرکزونه جوړ کړي، د افغان امنیتي ځواکونو لخوا شنډ شوي دي.

دولت وزیري وویل"هغوی هڅه کوي چې خوځښتونه ولري، خو د افغانستان په یوه سیمه کې هم مرکز نه لري چې د افغانستان لپاره خطره وي، د هغوی یوه ډله په غزني کې، یا په زابل، ارزګان یا ننګرهار کې خوځښت لري، خو هغه خطره چې ګواکې داعش به په افغانستان کې لوی مرکزونه جوړوي او بیا له دې ځایه منځنۍ آسیا او نورو هیوادونو ته ځي، هغه خطر رفع شوی دی، داعش کمزوری شوی دی، وژل شوی دی او له منځه تللی دی، په سلګونه کسان یې، قوماندان او مشران یې له منځه تللي دي، نو زه ویلی شم چې د داعش بستره تړل شوې ده."

جنرال وزیري وویل، چې لا هم افغان امنیتي ځواکونه،د داعش د ځپلو لپاره د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې پر عملیاتو بوخت دي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې ولسمشر غني د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ننګرهار کې د داعش ډلې ته د سر درانه زیانونه اوښتي او له افغانستان څخه تېښتې ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG