د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني:د حکومتي کارکوونکو قاتلان دې ونیول شي


ولسمشر اشرف غني په پکتیا ولایت کې د ۱۱ حکومتي کارکوونکو وژنه په سختو ټکو وغندله او د هغوی له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه .

د ارګ د اعلامیې له مخې ولسمشر غني ویلي " زه دغه غیر انساني او غیر اسلامي عمل په کلکو ټکو غندم . د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه کوم چې د دغو شهیدانو د جنازو د ښخولو لپاره هر اړخیز اقدامات ترسره اود دغې پیښې د شهیدانو له کورنیو سره فوري لازمه مرسته وکړي."

په اعلامیې کې چې نن پنجنشه د اکتوبر په شپږمه نېټه رسنیو ته استول شوې راغلي چې چې د کورنیو چارو وزارت، د سرحدي پولیسو لوی قوماندان جنرال شفیق فضلي او د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په سرپرستۍ یو پلاوی ټاکل شوې چې د دغې پیښې څیړنې وکړې او بېرته ولسمشر ته راپور ورکړي.

ولسمشر همدغه راز امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې د پېښې عاملین دې ونیسي او محاکمې ته دې راکش کړي.

د دغو ۱۱ کسانو مړي د سرې میاشتې د ټولنې کارکوونکو وموندل .

د پکتيا امنيې قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل امريکاغږ ته وويل، نن سهار د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو کسانو مړي، چې په مرموز ډول وژل شوي، موندلي او د زرمت روغتون ته تر وړلو وروسته ګردېز ته انتقال شوي دي.

هغه وويل، د معلوماتو له مخې دغه ټول کسان ملکيان دي، چې ګمان کوي، له مختلفو سيمو تښتول شوي او بيا په مرموز ډول وژل شوي دي.

ښاغلي اورياخېل وويل، چې دغه لس واړه کسان د ټوپک په ګوليو ويشتل شوي او مړي يې نن سهار د زرمت ولسوالۍ د مُکرم خېلو په سيمه کې پراته وو، چې سرې مياشتې موندلي دي.

ښاغلي اورياخېل زياته کړه "ممکن دغه کسان طالبانو وژلي وي، خو د وژنې اصلي علت يې تر اوسه ندی معلوم شوی، مګر د پوليسو مامورينو د پېښې په اړه خپل تحقيقات پيل کړي دي".

د زرمت ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکټر حاجي محمد هم له امريکاغږ سره په خبرو کې د لسو کسانو مړي، تاييد کړل، چې نن سهار لومړی د دوی روغتون او بيا د ګردېز ولايتي ملکي روغتون انتقال شول.

هغه زياته کړه، چې د تذکرو پراساس په دغو کسانو کې پنځه تنه د خوست، څلور د پکتيا او يو د لوګر ولايت اوسېدونکي دی، خو زياتوي، چې د دندو په اړه يې معلومات نلري.

په پکتيا کې د سرې مياشتې رئيس بهادرخان خبريالانو ته وويل، چې لس واړه وژل شوي کسان يې د تحقيقاتو او خپلو کورنيو ته د سپارلو لپاره د امبولانسونو په وسيله د ګردېز ولايتي ملکي روغتون ته انتقال کړل.

XS
SM
MD
LG