د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت پر پوځ د ترانسپورت بسونه بند کړل


په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې په کابل کې د افغان پوځ پر څلورو بسونو بریدونه شوي چې لږ تر لږه اووه سرتیري په کې ووژل شول.
په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې په کابل کې د افغان پوځ پر څلورو بسونو بریدونه شوي چې لږ تر لږه اووه سرتیري په کې ووژل شول.

په کابل کې د افغان سرتېرو پر بسونو له وروستیو ځانمرګو بریدونو وروسته، افغان حکومت پر پوځ، د ترانسپورتي بسونو د بندولو پرېکړه وکړه.

افغان چارواکي وايي دغه پرېکړه یې د سرتېرو د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره کړې ده.

د پرېکړې له مخې له دې وروسته په کابل کې د دفاع وزارت کارکوونکي او سرتیري له کور نه دفتر او له دفتر نه کور ته په ډله اییز ډول د وزارت د عملیې په بسونو کې تګ راتګ نه شي کولي.

دا پرېکړه په کابل کې د امنیت د خرابوالي یوه بله نښه بلل کیږي، په تېره بیا داسې یو وخت کې چې ټاکل شوې د همدې کال په پای کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه په افغانستان کې خپل ۱۳ کلن جنګي ماموریت پای ته ورسوي او له طالبانو سره جګړه افغان ځواکونو ته ورترغاړې شي.

په تېرو دوو میاشتو کې په کابل کې د افغان ځواکونو د ترانسپورت پر څلورو موټرونو بریدونه شوي چې لږ تر لږه ۱۳ سرتېري يې ووژل او یو شمېر نور یې ژوبل شول.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري وویل" له وروستیو بریدونو وروسته، موږ د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات وکړل، نغواړم چې په دې اړه ډېر څه ووایم، خو د اوس لپاره د پوځ لپاره ترانسپورتي بسونه بند شول."

د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دفاع وزارت مخې ته ځیني افسران او کارکوونکي لیدل کېدل چې په خپلو پښو روان وو او یا د سړک پر غاړې ټکسیو ته ولاړ وو، دوی وختې له کاره وتلي وو چې په وخته کور ته ورسیږي.

د پوځ یو چارواکي ویلي چې په دې هم خبره شوې ده چې سرتېري دي په ملکي جامو کې وزارت ته راشي او بیا دې دلته خپل یونیفورم واغوندي.

له دې وروسته به په کابل کې هر افغان سرتیري او د وزارت کارکوونکي ته ۳ زره افغانۍ ورکول کیږي چې په ټکسۍ کې تګ راتګ وکړي.
له دې وروسته به په کابل کې هر افغان سرتیري او د وزارت کارکوونکي ته ۳ زره افغانۍ ورکول کیږي چې په ټکسۍ کې تګ راتګ وکړي.

د دفاع وزارت یو چاروکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، هر سرتېري ته د میاشتې ۳زره افغانۍ چې ۵۱ ډالره کیږي، دلارې کرایه ورکوي.

سږ کال افغان امنیتي ځواکونو ډېر تلفات درلودل، تر تېرې میاشتې پورې په روان تاوتریخوالي کې ۴۶۰۰ پولیس او سرتیري او شاوخوا ۱۵۰۰ عادي افغانان وژل شوي دي.

د دې ترڅنګ د افغانستان په روانې جګړې کې لږ تر لږه ۳۵۰۰ بهرني سرتيري هم وژل شوي چې ۲۲۰۰ یې امریکايان دي.

XS
SM
MD
LG