د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار:افغان حکومت د پولیسو د معاشونو د سمبالښت وړ ندی


د افغانستان د بیارغوونې په برخه کې د امریکا ځانګړی پلټوونکی وايي افغان حکومت د پولیسو د معاشونو د ورکولو ښه مدیریت نلري.
د افغانستان د بیارغوونې په برخه کې د امریکا ځانګړی پلټوونکی وايي افغان حکومت د پولیسو د معاشونو د ورکولو ښه مدیریت نلري.

د امریکا د ځانګړي مفتش رپوټ وايي په تېرو دیارلسو کلونو کې د میلیونونو ډالرو د بهرنۍ مرستې سره سره لا هم افغانستان د خپلو پولیسو د معاشونو د ورکولو سالم مدیریت نلري او د پولیسو د دقیق شمېر په معلومولو کې پاتې راغلی دی.

په رپوټ کې، په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو په اړه اندېښنه ښودل شوې ده چې، امریکا او نور اروپايي ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو دي.

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د ځانګړي پلټوونکي یا سیګار، نوې څېړنه ښيي چې متحده ایالتونه، ملګري ملتونه او ناټو د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د پولسیو په څانګو کې د ستونزو په حلولو کې پاتې راغلي او په دې برخه کې له افغان حکومت سره په ګډه مسول دي.

په رپوټ کې راغلي" لوی خطر شته چې د افغان پولیسو د معاشونو لپاره د امریکا د حکومت له کلنۍ بودیجې څخه ورکول کېدوونکي ۳۰۰ میلیونه ډالر په سیند لاهو شي. "

سیګار وايي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مشرتابه، چې شاوخوا ۱۵۳۰۰۰ کارکوونکي او افسران لري، په دې کې پاتې راغلی، چې د برېښنا په گډون یو شمیر نور لګښتونه کم کړي چې، معاشونه مستحقو ځواکونو ته ورسیږي.

سیګار د بېلګې په ډول ویلي چې د پولیسو کارتونه او حاضري سمه نه تعقیبیږي، او چارواکو د هغو پولیسو کارتونه بېرته اخیستي نه دي چې، خپلې دندې یې پرېښي دي. د سیګار په وینا ۱۵۰۰۰۰ داسې کارتونه شته چې وخت یې تېر شوی او خلکو یې دندې پرېښي، خو کارتونه لا هم کارول کیږي.

د سیګار د پلټنې له مخې، نړیوالو ته ستونزمنه ده چې د کورنیو چارو وزارت له لورې د پولیسو په اړه د ورکړل شویو معلوماتو کره والی او نا کره والی معلوم کړي.

ځانګړي پلټوونکي جون سوپکو وویل" موږ ځو، او دا به افغانان او په ځانګړي ډول پولیس وي چې جګړه پر مخ بیايي. دا ډېره مهمه ده چې معلومه شي څومره پولیس شته دي. "

امریکا له ۲۰۰۲ کاله راهیسې د ملګرو ملتونو د پراختیايي بودیجې له لارې، د افغان ملي پولیسو پر جوړولو او ګمارلو څه باندې ۱۵ میلیارده ډالره لګولي دي، د امریکا او نورو هېوادونو دا ډول مرستې لا هم روانې دي.

څه موده وړاندې لویدیځو رسنیو رپوټ ورکړی و چې ولسمشر غني د افغانستان حکومت ته د ملي پولیسو د معاشونو د سیستم د مدیریت د سمدستي انتقال غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت تر اوسه د سیګار د دغه رپوټ په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG