د لاس رسي وړ اتصالات

یو ځانمرګي په هلمند کې څلور پولیس او یو ماشوم ووژل


چارواکي وايي برید د لښکرګاه په دوراهي سیمه کې شوی دی.
چارواکي وايي برید د لښکرګاه په دوراهي سیمه کې شوی دی.

یو ځانمرګي بریدګر په هلمند کې د پولیسو یو اکمالاتي کاروان په نښه کړی او د چارواکو په خبره څلور پولیس او یو ماشوم یې وژلي دي.

په هلمند کې د پوليسو دخاصې قطعې قومندان سمونوال ګلي خان امریکا غږ اشنا ته وويل چي په برید کې لږ تر لږه شپږ تنه نور ژوبل دي.

بریدګر له چاودیدونکو توکو ډکه کرولا د لښکرګاه په دوراهي سیمه کې کابل ته پر لار د پولیسو پر اکمالاتي کتار ور برابره او وچوله.

ویل کیږي چې له برید لږه شېبه وروسته، طالبانو د پېښې په سیمه کې پر راټولو شویو پولیسو او خبریالانو هم ډزې وکړې خو، په دغو ډزو کې څوک وژل شوي او ژوبل شوي نه دي. همدغه راز د پېښې او ډزو پر مهال کابل او هلمند ته د مساپرو روان ګاډي هم په پېښه کې د لږ وخت لپاره اېسار پاتې شوي وو.

هلمند د افغانستان یوه تر ټولو ناامنه ولایت بلل کیږي چې د چارواکو په خبره وسله وال طالبان او د افغان حکومت ځینې نورې وسله والې ډلې په کې فعاله دي.

دغلته، په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې د برتانیا څه باندې لس زره سرتېري مېشت وو چې، تېر کال ووتل او خپل لوي پوځي مرکز بشن یې افغان ځواکونو ته وسپاره.

تېر کال طالبانو پر دغه مرکز هم ډله اییز برید وکړ چې څو ورځې روان و.

نن ځانمرګی برید له هغې یوه ورځ وروسته کیږي چې، د همدغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې دوو پولیسو پر خپلو ملګرو ډزې وکړې، د خپل قومندان په ګډون یې لږ تر لږه څلور نور پولیس ووژل.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG