د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ۱۸ افغان سرتېري وژلي او د ځینو سرونه یې پرې کړي


د افغانستان د دفاع وزارت یوازې ویلي چې د طالبانو په دغه برید کې ۳۰ افغان سرتېري وژل شوي، ژوبل شوي او ورک شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت یوازې ویلي چې د طالبانو په دغه برید کې ۳۰ افغان سرتېري وژل شوي، ژوبل شوي او ورک شوي دي.

د افغانستان په بدخشان ولایت کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په جګړې کې ۱۸ افغان سرتیري وژل شوي دي، چې د سیمه اییزو چارواکو په خبره برید کوونکو د اتو سرتېرو سرونه پرې کړي هم دي.

د طالبانو له لوري په یو وارې د دومره عسکرو د سرونو پرېکول د خپل ډول لومړنۍ پېښه بلل کیږي، د طالبانو دغه کار له داعش سره ورته والی لري،د داعش ډله چې په عراق او سوریې کې ډېره فعاله ده، تر ډېره د خپلو نیول شویو مخالفینو سرونه پرېکوي.

د بدخشان د والي مرستیال محمد بیدار ویلي دي چې شاوخوا ۲۵۰ طالبانو د جرم په ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر پوستو برید کړی دی.

د والي ویاند احمد نوید فروتن د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل " د طالبانو په دغه برید کې ۱۸ سرتیري وژل شوي، چې د اتو یې سرونه پرې شوي دي. لس نور ژوبل دي او لس نور لا هم تري تم دي."

ښاغلي فروتن وویل په جګړې کې ۱۹ طالبان هم وژل شوي چې اته یې بهرنیان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت یوازې ویلي چې د طالبانو په دغه برید کې ۳۰ افغان سرتېري وژل شوي، ژوبل شوي او ورک شوي دي.

وسله والو د افغان پوځ ځینې ګاډي او نور ترانسپورتي وسایل هم سوځولي دي، برید کوونکي له برید وروسته په نامعلوم لوري تښتېدلي، طالبانو د برید مسولیت منلی دی.

پېښه د جمعې په ورځ ناوخته شوې ده، خو د ځای د لېرې والي له کبله رسنیو وروسته خبر ترلاسه کړی دی.

افغانان د طالبانو بریدونو ته یوازې پاتې شول

طالبان داسې مهال په بدخشان کې پر افغان ځواکونو دا مرګونی برید کوي چې، اوس له افغان پوځ سره د نړیوالو ځواکونو مرسته او ملاتړ نشته چې له طالبانو او نورو ترهګرو سره په جګړو کې ترې کار واخلي.

څو میاشتې وړاندې د افغانستان ټولې امنیتي چارې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان لوري ته وسپارل شوې او اوس ټولې محاربوي چارې افغانانو ته ورترغاړي دي.

افغانستان هومره پیاوړی هوايي ځواک نلري، چې د خپل وسله والو مخالفینو د بریدونو پر مهال ترې ګټه واخلي
افغانستان هومره پیاوړی هوايي ځواک نلري، چې د خپل وسله والو مخالفینو د بریدونو پر مهال ترې ګټه واخلي

پخوا به د دا ډول بریدونو پر مهال افغان ځواکونو له ناټو د بهرني ځواک مرسته غوښته چې ډېر ځله یې د طالبانو بریدونه په شا تنبولي او هغوی ته درانه تلفات هم اړولي دي.

خو، اوس افغانستان هومره پیاوړی هوايي ځواک نلري، چې د خپلو وسله والو مخالفینو د بریدونو پر مهال یې وکاروي.

په افغانستان کې تل د موسم په ګرمېدو سره د طالبانو او افغان حکومت د نورو وسله والو مخالفینو بریدونه زور اخلي.

څو میاشتې وړاندې، وسله والو طالبانو په یو بل ورته برید کې، په کونړ کې ولایت کې څه باندې ۲۰ افغان سرتېري ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG