د لاس رسي وړ اتصالات

د شخصي وسله والو موجودیت د کندز ښاریان اندېښمن کړي


د کندز ښار یو اوسېدوونکی وايي" دغه وسله وال څوک نه پیژني، پوزونه يې تړلي وي، نو خلک یې چې ویني ویریږي."
د کندز ښار یو اوسېدوونکی وايي" دغه وسله وال څوک نه پیژني، پوزونه يې تړلي وي، نو خلک یې چې ویني ویریږي."

د سږني پسرلي د جګړې له پیل وروسته په کندوز ښار او شاوخوا سیمو کې په شخصي لباس کې د وسله والو ګرځیدل زیات شوي دي. د کندوز خلک وایي چې په ښار او شاوخوا سیمو کې په شخصي لباس کې د وسله والو په لیدلو سره ویره احساسوي، ځکه چې په شخصي جامو کې وسله وال نه پيژندل کیږي.

ښاریان له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې که دغه وسله وال محلي پولیس وي نو باید د محلي پولیسو ځانګړی یونیفورم ولري او که د پخوا په څیر د قوماندانانو شخصي وسله وال وي نو باید مخه يې ونیول شي.

د امام صیب د ولسوالۍ یو اوسیدونکی عبدالکریم وايي"په ښار کې وسله وال ګرځي چې یوه پایڅه یې پورته او بله ټیټه وي، خلکو ته د مجاهدینو وختونه یادوي، که په مخه راځي نو لار بدلوو."

د کندوز د ښار یو بل اوسیدونکی محمد رحیم وايي هم همدا نظر لري او وايي" په ساده جامو کې وسله وال ګرځي، دولت باید ددغو وسله والو مخه ونیسي، ځکه خلکو ته یې مشکل جوړ کړی، په ښار کې په دغه شکل د وسله والو ګرځیدل نامناسب دي."

برهان الدین چې د ښار په یوه ځای کې يې ډله وسله وال لیدلي وو، د محلي پولیسو قوماندان ته یې زنګ وهلی و خو دی وايي چې سیمه اییز پولیس له دغې ډلې هېڅ خبر نه وو.

دی وايي" دغه وسله وال څوک نه پیژني، پوزونه يې تړلي وي، نو خلک یې چې ویني ویریږي."

په کندوز کې له ملي اردو، ملي پولیسو او محلي پولیسو پرته یو شمیر پخواني قوماندانان خپل ځانګړي وسله وال هم لري چې په ځینو وختونو کې د دولتي قواو په ملاتړ له مخالفینو سره جګړه کوي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني وایي چې ممکن دغه وسله وال چې په شخصي جامو کې په ښار کې ګرځي محلي پولیس وي"کیدای شي محلي پولیس وي چې وظیفې ته ځي او یا له دندې بیرته راځي، بعضې وختونو کې په شخصي لباسونو کې ځي، په دې ورځو کې په دې تاکید شوی چې څوک باید په شخصي لباس کې په ښار کې ونه ګرځي."

په کندوز کې سږ کال د محلي پولیسو شمیر هم زیات شوی، خو محلي پولیس ځانګړی یونیفورم لري، او له خپلې سیمې بل ځای ته له وسلو سره تګ راتګ نه شي کولی.

د کندوز په ښار کې ددغو وسله والو لیدل خلکو ته د اویایمې لسیزې جګړې او د ښار په هره لاره کې جوړ شوي پاټکونه وریادوي چې له عامو خلکو به یې باج اخیسته.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG