د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال کمبل وايي ۲۰۱۶ به د ۲۰۱۵ کال په څېر ناامنه نه وي


په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمبل وايي، چې دی دا نه ګڼي چې روان عیسوي کال به د تیر ۲۰۱۵ کال په څیر افغان امنیتي ځواکونو ته د ستونزو ډک کال وي.

د ناټو د دغه جنرال د ماموریت دوره د بلې عیسوي میاشتې په سر کې پای ته رسیږي، هغه نن د ناټو په قوماندانۍ کې یو خبري کنفرانس ته وویل، چې تېر ۲۰۱۵ کال د افغان امنیتي ځواکونو لپاره له ستونزو ډک کال وو.

جنرال کمبل وویل "د ۲۰۱۵ کال په ژمي کې چې کوم مسایل وو هغه که رښتیا ووایم سیاسي بې ثباتې وه، مونږ د دفاع او کورنیو چارو وزیران نه لرل، لوی درستیز او ټول مهم پوستونو ته کسان ټاکل کېدل."

ښاغلي کمبل وویل "وګورئ طالبان هم د ورته ستونزو سره مخ دي، هغوی ډېر مسایل لري، د جلب او جذب ستونزو سره مخ دي، دوی د مشرتابه له مسلې سره مخ دي، د هغوی د تېرکال تلفات ډیر زیات وو، هغوی له جګړې ستړي شوي په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې له خپلو کورنیو لرې دي او خپلو کورنیو سره یې نه دي لیدلي، مخکې ملا محمد عمر وو چې مذهبي مشروعیت یې لره، چې نوی مشر منصور هغسې مذهبي مشروعیت نه لري."

کندز او داعش

جنرال کمبل وايي چې د طالبانو له خوا د کندز نیول هم تصادفي وو او په خبره یې طالبانو ددغه ښار د نیولو نیت نه درلود.

هغه وویل "په ۲۰۱۵ کال کې توپیر کندز وو، چې لومړی د ولایت مرکز وو چې طالبانو ونیو، زما په فکر طالبانو هیڅکله هم دا فکر نه کوه چې کندز ونیسي، کله چې هغوی دغه ښار ته ننوتل له رامخې ته شوي فرصت څخه یې ګټه پورته کړه، هلته د پولیسو او پوځ د ځواکونو د موقیعتونو ترمنځ ستونزې وې".

د امریکا د پوځ او ناټو دغه جنرال د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د جنګیالیو شمیر د زرو او درې زرو تر منځ وښود خو وې ویل، چې دا شمیرې په رسنیو کې خپرې شوي او ده لوستې دي.

هغه وویل، لس کاله وړاندې هم د طالبانو د جنګیالیو شمېر ۳۰۰۰۰ پورې اټکل کیده چې اوس هم د هغوی شمېر همدومره اټکل کیږي.

جنرال هغه راپورونه چې په کې ویل شوي د سوریه او عراق څخه وسله وال جنګیالي دغې ډلې سره یوځای کیدو لپاره افغانستان ته راځي تائید نه کړل، خو وې ویل چې یوه اندازه کمې پیسې چې دغې ډلې ته راتللې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG