د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان ولایت ته بیا له سر نه پولیس ګمارل کیږي


د نویو پولیسو د کار تر پیل پورې به د کندهار او نورو ولایتونو څخه ورغلي پولیس د ارزګان امنیت ساتي
د نویو پولیسو د کار تر پیل پورې به د کندهار او نورو ولایتونو څخه ورغلي پولیس د ارزګان امنیت ساتي

د افغانستان په جنوب کې امنیتي چارواکي وايي د ارزګان ولایت ته د پولیسو تکشیلات له سر نه کیږي. د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق وايي چې د دغه کار هدف د ارزګان د امنیت ښه والی او د لویو لارو خوندیتوب دی.

ښاغلي رازق وویل "پوليس موږ له سره په پښو درو یعني له صفر څخه يې را پيلوو او د ارزګان اصلي اوسیدونکي د پولیسو په لیکو کې شاملوو. هغوی به ابتدايي تعلیمات هم وویني."

ښاغلي رازق وویل چې د نویو پولیسو د کار تر پیل پورې به د کندهار او نورو ولایتونو څخه ورغلي پولیس د ارزګان امنیت ساتي.

هغه زیاته کړه " تر هغه وخت پورې به له نورو ولایتونو څخه راغلي مرستندویه قوتونه همدلته وي او د ترینکوټ – کندهار لویه لار نور د ارزګان له تشکیل څخه خلاصه ده او دا به نور د کندهار تر مسئولیت لاندي وي."

ښاغلي رازق ونه ویل چې دا مهال په ټول ارزګان کې څومره پولیس دي او یا دوی به له دندوې شړل کیږي که له سره به د پولیسو لیکو ته جذبیږي.

په اصل کې د ازګان ولایت د پولیسو د بیا تشکیل خبره له هغه ورسته پيدا شوه، چې د ازرګان-کندهار په لویې لارې پرتې پوستې په پرلپسې ډول سقوط او طالبان وته پرېښودل شوې.

دغه لویه لاره د ۱۲۰ کیلو میتره په واټن د ارزګان او دایکندي ولایتونو لپاره یوازینۍ مواصلاتي لار ده، چې کندهار ته هم تللې ده.

په ارزګان کې د وروستیو نا امنیو او د لارې د بندېدو د عواملو د څرنګوالي په اړه نظامي څارنوالانو معلومه کړې چې پدې ولایت کې ۸۹ امنیتي پوستو چي تر ۳۶ زیاتي يې د ترینکوټ – کندهار د لويې لاري پر سر وې، له مقاومت پرته سقوط کړی دی.

د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق وايي چي د ارزګان لپاره دوه تصمیمونه نیول شوي دي، لمړی به د ترینکوټ – کندهار د لويې لاري امنیت کندهار ته سپارل کیږي او بیا به به د ارزګان د پولیسو تشکیلات له سره کیږي.

XS
SM
MD
LG